په حکومت کې ددرستوغوره افغانانو ګډون دطالبانوغوښتنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109924-په_حکومت_کې_ددرستوغوره_افغانانو_ګډون_دطالبانوغوښتنه_ده
 د طالبانو دموقته حکومت  خارجه وزیر  په افغانستان کې د خپلو سفارتونو پرانیستو لپاره  له اسلامی هیوادونو څخه په غوښتنې سره  ووئيل ،  د اسلامی نړۍ  هیوادونو ته ډاډ ورکوو ، چې  افغانستان اوس یو مسئول  او ژمن حکومت لري .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 20, 2021 01:48 Asia/Kabul
  • په حکومت کې ددرستوغوره افغانانو  ګډون دطالبانوغوښتنه ده

 د طالبانو دموقته حکومت  خارجه وزیر  په افغانستان کې د خپلو سفارتونو پرانیستو لپاره  له اسلامی هیوادونو څخه په غوښتنې سره  ووئيل ،  د اسلامی نړۍ  هیوادونو ته ډاډ ورکوو ، چې  افغانستان اوس یو مسئول  او ژمن حکومت لري .

 تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ ،په  افغانستان کې د طالبانود  موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست  امیر خان متقي  پرون د اسلامی ملګرتیا موسیسې د خارجه وزیرانو په غونډې  کې  ووئیل ، طالبان د افغانستان د   مسئول  او نماینده حکومت په توګه ،  د هیواد  له مختلفو سیمو څخه  په حکومت کې د درست وغوره  افغانانو  مشارکت ، د ښځو حقوقو، بشری حقوق  خپلې د ندې ګڼي .

  د طالبانو د  حکومت د خارجه وزارت سرپرست  روښانه کړې ، مونږ د یوې واحدې کورنۍ د غړي په توګه ، له افغانستان سره  په رابطه کې د  اسلامی هیوادونو د درستو مشورو ،اندیښنو ، غوښتنو  آوریدو او منلو ته تیار یوو چې  له اوسنی بحرانه د وتلو لپاره دیوې عادلانه اومناسبې لارې نقشې  په لور  مرسته وکړائ شو .

 امیر خان متقي  همداراز  د امریکا په وسیله د افغانستان د شتمنیو  تړل کیدا ته په اشارې سره  ووئیل ،  ددغو شتمنیو تړل،  له درست افغان ملت سره دښمني او د  انساني حقوقو ښکاره خلاف ورزي ده .