د افغانستان په هکله د عمران خان خبرو ته د کرزی غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109974-د_افغانستان_په_هکله_د_عمران_خان_خبرو_ته_د_کرزی_غبرګون
د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په افغانستان کې د تفرقې اچونې هڅه کړې او په ښکاره د افغانانو سپکاوی کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 20, 2021 12:58 Asia/Kabul
  • د افغانستان په هکله د عمران خان خبرو ته د کرزی غبرګون

د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په افغانستان کې د تفرقې اچونې هڅه کړې او په ښکاره د افغانانو سپکاوی کوي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون په اسلام اباد کې د افغانستان په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته ویلي چې طالبان اکثره پښتانه دي او د پښتنو په کلیو او بانډو کې کورنۍ حاضرې نه دي چې حتا د امتیازونو په بدل کې هم خپلې لورانې ښوونځیو ته واستوي.

عمران خان په ورته وخت کې په افغانستان کې د داعش ډلې پر شتون او د فعالیتونو پر پراخېدو هم اندېښنه ښودلې ده او له امریکا څخه غوښتې ده چي د افغانستان له خلګو څخه د طالبانو حساب جلا کړي.

کرزی د ښاغلي عمران خان څرګندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې هڅه او د افغانستان خلکو ته توهین بللې ده او دا چې ګواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستان څخه پاکستان ته ګواښ کوي د افغانستان په ضد تبلیغات بللی دی او ویلي چي  د داعش تهدید له اوله له پاکستان څخه افغانستان ته متوجه دی.

د افغانستان مخکنی ولسمشر د پاکستان له حکومته غوښتې ده چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاس وهنې ډډه وکړي او په نړیوالو ټولنو کې د افغانستان په استازیتوب خبرې ونه وکړي.