امنیت شورا له افغانستان سره د مرستې طرحه جاجوي
د ملګرو ملتو امنیت شورا له افغانستان سره د انساني مرستو د پریکړه لیک د مسودې په هکله راې اخلي
امریکې امنیت شورا ته د یو پریکړه لیک مسوده وړاندې کړې چې په کښې د یو کال په موده له افغانستان سره د انساني مرستو د اسانولو اټکل شوی دی.
د ملګرو ملتو په مرکز کښې موجودو سفارتکارانو وویل چې دغه مسوده به ډیره زر رایه اخیستنې او ووټنګ ته کښیښودله شي.
وړاندې شوې نسخه د دغه پریکړه لیک له تیرې مسودې سره فرق لري کومه چې د چین، روسیې، هندوستان، فرانسې او برنطانیا له مخالفت سره مخامخ شوې وه.
د دې تازه وړاندې شوې نسخې په هکله د چین دریځ تراوسه نه دی معلوم.
د ویلو ده چې امریکې، په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د دغه هیواد کابو نهه نیم میلیارډ ډالر توقیف کړي دي او نړیوال بانک هم له افغانستان سره خپلې مرستې ځنډولې دي چې له امله یې افغانستان له سخت اقتصادي او انساني کړکیچ سره مخامخ شوی دی.