سراج الدين حقاني له ترکي پلاوي سره پر سوداګرۍ خبرې کړي
ترکيې په وروستيو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د ډېرو همکاریو ژمنه کړې، خو تر اوسه یې عملي ګامونه نه دي اخيستي.
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له پلاوي سره د دوه اړخیزو مرستو او همکاریو په موخه وکتل.
د کورنيو چارو وزارت په يوه لنډه اعلامیه کې راغلي، چېترکي پلاوي په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې ژمنه وکړه.
د اعلامیې په اساس، یاد شوي پلاوي وويل، چې دوی هڅه کوي څو افغانستان له اقتصادي پلوه ځان بسیا شي او شته ستونزو ته یې د حل لارو موندلو ژمنه وکړه.
سراج الدين حقاني، چې نوم یې د ملګرو ملتونو د نړيوالو بندیزونو په تور لیست کې شامل دی، په وروستيو کې يې د ځینو ورته لیدنو خبرونه ورکول کيږي، خو عکسونه یې نه خپريږي.
ترکيې په وروستيو کې له افغانستان سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د ډېرو همکاریو ژمنه کړې، خو تر اوسه یې عملي ګامونه نه دي اخيستي.
یاد شوی هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني، خو د بشري ناورين د مقابلې لپاره ورسره پر تعامل ټینګار لري.