ملګري ملتونه د خپل امنیت لپاره طالبانو ته ۶ میلیونه ډالره ورکوي
د ملګرو ملتونو سرچینو دغه خبري اژانس ته یاده موضوع تایید کړې او ویلي، چې په نا امنه سیمو کې د خپل امنیت د تامین په خاطر دغه کار کوي.
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کېجوته کړې، چې ملګرو ملتونو له طالبانو سره د خپل یو کلن امنیت د تامین لپاره، د طالبانو حکومت ته د ۶ میلیونه امریکایي ډالرو د ورکړې موافقهکړی.
د ملګرو ملتونو سرچینو دغه خبري اژانس ته یاده موضوع تایید کړې او ویلي، چې په نا امنه سیمو کې د خپل امنیت د تامین په خاطر دغه کار کوي.
یو شمېر نړیوالو څېړونکو بیا رویټرز ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو او امریکا د بندیزونو په تور نوملړ کې د شاملو طالب مشرانو ادارې ته پیسې ورکول، هغه هم د ملګرو ملتونو له لوري د پوښتنې وړ موضوع او د دغه نړیوال سازمان د اصولو خلاف دي.
طالبانو په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.
ملګرو ملتونو له دې مخکې ویلي و، چې افغانستان ته یې د هر ډول مرستو د لېږد اساسي هدف د افغانستان د بشري او اقتصادي ناورین مقابله او د افغانستان د اقتصاد د پاشل کیدو د مخنیوي هڅه ده.
د نړیوالو بندیزونو کمېټه، چې طالب مشران یې هم په لیست کې دي، ټینګار کوي چې باید افغانستان سره کیدونکې مرستې د طالبانو د پياوړي کیدو سبب نه شي.