دايران او افغانستان خصوصي برخه ګډ سوداګريز مرکز جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110050-دايران_او_افغانستان_خصوصي_برخه_ګډ_سوداګريز_مرکز_جوړوي
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د دغه هوکړه لیک د کار پیژندنې طرحه يې ارزولې او تایید کړې وه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2021 10:16 Asia/Kabul
  • دايران او افغانستان خصوصي برخه ګډ سوداګريز مرکز جوړوي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د دغه هوکړه لیک د کار پیژندنې طرحه يې ارزولې او تایید کړې وه.

د افغانستان او ایران تر منخ دخصوصي سکتور د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه د “سودا ګریز مرکز او نندارتون جوړولو” هوکړه لیک لاسلیک شو.

ويل شوي، چې دغه تړون د صنعت او سوداګرۍ وزارت په موافقه د ایران د” بارکا تجارت” شرکت او افغانستان د معادنو او صنایعو خونې د پخوانیو ناستو پر بنسټ لاسلیک شو.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د دغه هوکړه لیک د کار پیژندنې طرحه يې ارزولې او تایید کړې وه.

سرچينې زياته کړې، چې د هوکړه ليک د لاسليک په مراسمو کې د‌ وزارت استازي او افغانستان د نندارتونونو عمومي رییس احسان ا...پذیر او دافغانستان د معادنو او صنایعو خونې عمومي رییس شیرباز کمین زاده ګډون کړی و.

د ایران له لوري دوی سره دغه تړون د” بارکا تجارت” دشرکت عمومي عامل مدیرې میرمن سمانه عبداللهی لاسلیک کړی دی.