دايران او افغانستان خصوصي برخه ګډ سوداګريز مرکز جوړوي
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د دغه هوکړه لیک د کار پیژندنې طرحه يې ارزولې او تایید کړې وه.
د افغانستان او ایران تر منخ دخصوصي سکتور د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه د “سودا ګریز مرکز او نندارتون جوړولو” هوکړه لیک لاسلیک شو.
ويل شوي، چې دغه تړون د صنعت او سوداګرۍ وزارت په موافقه د ایران د” بارکا تجارت” شرکت او افغانستان د معادنو او صنایعو خونې د پخوانیو ناستو پر بنسټ لاسلیک شو.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د دغه هوکړه لیک د کار پیژندنې طرحه يې ارزولې او تایید کړې وه.
سرچينې زياته کړې، چې د هوکړه ليک د لاسليک په مراسمو کې د وزارت استازي او افغانستان د نندارتونونو عمومي رییس احسان ا...پذیر او دافغانستان د معادنو او صنایعو خونې عمومي رییس شیرباز کمین زاده ګډون کړی و.
د ایران له لوري دوی سره دغه تړون د” بارکا تجارت” دشرکت عمومي عامل مدیرې میرمن سمانه عبداللهی لاسلیک کړی دی.