په امنیت شورا کې له افغانستان سره د مرستې رسونې د  آسانتیاؤتصویبیدا
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110078-په_امنیت_شورا_کې_له_افغانستان_سره_د_مرستې_رسونې_د_آسانتیاؤتصویبیدا
په حقیقت کې اوس په مختلفو سیاسی، اقتصادي و تجارتي او امنیتی اړخونو کې له افغانستان سره  دتعامل څرنګوالی ، دې ته په پام سره چې طالبان د یوه هیواد له خوا هم په رسمیّت نه دي پيژندل شوي ، د شکونو  په شپول کې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2021 11:15 Asia/Kabul
  • په امنیت شورا کې له افغانستان سره د مرستې رسونې د  آسانتیاؤتصویبیدا

په حقیقت کې اوس په مختلفو سیاسی، اقتصادي و تجارتي او امنیتی اړخونو کې له افغانستان سره  دتعامل څرنګوالی ، دې ته په پام سره چې طالبان د یوه هیواد له خوا هم په رسمیّت نه دي پيژندل شوي ، د شکونو  په شپول کې دی .

د ملګروملتو امنیت شورا  دچارشنبې په مازدیګر په یوه خوله ،  افغانستان سره د  مرستو رسونې د آسانتیاؤ پریکړه لیک ته  مثبته رایه ورکړه . ددغه پریکړه لیک په تصویبیدا سره ،له افغانستان سره دانسان دوستۍ مرستې ، چې  داقتصادي ځوړتیا په درشل کې دی ،آسانوي ،خو په عین حال کې  دغو مالی مرستو  ته د طالبانو لاس نه رسیږي .

ددغه پریکړه لیک په اساس ، د پیسو ورکول ،  د مالی شتمنیو وړاندې کول  یا اقتصادي سرچینو ، شیانو  او د انسان د وستۍ دمرستو په موقعې د په وړاندې کولو د ډ اډ لپاره  د لازمو خدماتو وړاندې کول  یا په افغانستان  له دغه شان فعالیتونو څخه ملاتړ  مجاز ګڼل شوي دي . دغه مرستې ،په افغانستان کې   له لومړنیو انساني   ضرورتونو څخه ملاتړ کوي او له طالبانو سره پر اړونده اوګانونوباندې د لګول شوو بندیزونو خلاف ورزۍ سره  هیڅ اړه نه لري .

 داسې ښکاري،ددغه پریکړه لیک تصویبیدا،د افغانستان اقتصادي وضعیّت  لاخرابیدا  او ددغه هیواد د خلکو زیاتیدونکي بې وځلۍ ته په پام سره ترسره شوي  او په همدې دلیل  د امنیت شورا درستو غړو  ورته مثبته رایه ورکړه .  د ملګروملتو د اړونده مسئولانو په  وینا، دم ګړۍ په افغانستان کې د بې وځلۍ  اندازه ۷۲ فی صدو ته رسیدلې  او د اوسني بهیر د دوام به بڼه کې به د راتلونکي کال ترنیمائي پورې دغه اندازه ۹۷فی صدو ته ورسیږي .

 د ملګروملتو چارواکو د افغانستان د اقتصادي او اجتماعي  جوړښت د دړې وړې کیدا د مخنیوي لپاره د اړتیا وړ بودجې د تامینولو غوښتنه کړې ده.د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو ځانګړې استازې ډبورا لاینز وائي ،د افغانستان شتمنیو کنګل کول اوهمداراز دغه هیواد ته د انسان دوستۍ  دمرستو د رسیدا مخنیوی ، لامل کیږي، چې په میلیونونو افغانان ،د لوږې له خطرې سره مخامخ شي او  دافغان کډوالو  دیوې سترې څپې درامینځةکیدا سبب به شي .

د ملګروملتو خبرداری ، د افغانستان د پیسو په تیره بیا په امریکا کې ددغو پیسو  دکنګل کیدا په زمینې کې د لویدیځوالو سیاست  او هم  له افغانستان  سره د تعامل د څرنګوالي په باب د هیڅ ډول  کوم مشخص لرلید نه وړاندې کولو  ته په پام سره ورکړل شوی دی .  له هغه وخته چې طالبان  په افغانستان کې واک ته رسیدلي ، امریکا  د افغانستان د مرکزي بانک  کابو نهه اعشاریه پنځه میلیارډ ډالري  شتمنۍ کنګل کړي دي .تردې دمه هیڅ یوه هیواد د طالبانو موقته حکومت په رسمیّت نه دی پیژندلی . همداراز طالبان دامریکا د ترهه ګرو ډلو په لیسټ کې  دي او پردې اساس ، طالبان د افغانستان شتمنیو ته لاس رسی نشي درلودلی .په عین حال کې دغه شکمن وضعیّت او دطالبانو په رسمیّت نه پيژندل او د دوي بایکاټول ، عملا لامل شوي څو د افغانستان ولس، دغه هیواد ته د مرستو رسونې په لاره کې  دمختلفو خنډونو د شتون په دلیل   دیوې سترې انساني غمیزې  په درشل کې  ورشي .  همدغه موضوع ،  د افغانستان په وړاندې د لویدیځوالو په تیره بیا دامریکا په کړچار د امنیت شورا د دوو دایمي غړو په توګه  روسیې او چین نیوکې په روښانه توګه لیدل  شوي دي . د امریکا له خوا د وړاندیزي مخکیني پریکړه لیک مسوده ، چې له افغانستان سره  دانسان دوستۍ د مرستو له وړاندې کولو او له بندیزونو څخه د  معاف کولو له ځينو موردونو سره  د موافقې  غوښتونکي وه ، د روسیې  او چین له خوا ورسره  موافقه نه وه شوي . په همدې دلیل د هغه پریکړه لیک د مسودې په باب خبرې اترې  چې  امریکا ئې وړاندیز کړی ؤ ، له سختئ سره پر مخ لاړې . چین باؤري ؤ ،د افغانستان  د بندیز د کمیټې تخنیکي دستورالعملونه ،د انسان دوستۍ په زمینې کې  پر مرستو نه اعمالیږي  او روسیې  هم له دغه شان دریځه ملاتړ وکړ . همدغه چاره  سبب  شوې څو امریکا هم مجبوره شي،له هرډول بندیزونو څخه له افغانستان سره د انساني مرستو په مستثنا کونې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د رول د اهمیّت  ملاتړ وکړي .

 په امنیت شورا کې ددغه شان د پریکړه لیک له تصویبیدا سره سره ،البته د ملګرو ملتو او د نړیوالو قدرتونو له نظره ،د افغانستان دسیاسي وضعیّت او د طالبانو د موقعیّت مشخص کول مهم دي . په حقیقت کې اوس په مختلفو سیاسی، اقتصادي و تجارتي او امنیتی اړخونو کې له افغانستان سره  دتعامل څرنګوالی ، دې ته په پام سره چې طالبان د یوه هیواد له خوا هم په رسمیّت نه دي پيژندل شوي ، د شکونو  په شپول کې دی .