په امنیت شورا کې له افغانستان سره د مرستې رسونې د آسانتیاؤتصویبیدا
په حقیقت کې اوس په مختلفو سیاسی، اقتصادي و تجارتي او امنیتی اړخونو کې له افغانستان سره دتعامل څرنګوالی ، دې ته په پام سره چې طالبان د یوه هیواد له خوا هم په رسمیّت نه دي پيژندل شوي ، د شکونو په شپول کې دی .
د ملګروملتو امنیت شورا دچارشنبې په مازدیګر په یوه خوله ، افغانستان سره د مرستو رسونې د آسانتیاؤ پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه . ددغه پریکړه لیک په تصویبیدا سره ،له افغانستان سره دانسان دوستۍ مرستې ، چې داقتصادي ځوړتیا په درشل کې دی ،آسانوي ،خو په عین حال کې دغو مالی مرستو ته د طالبانو لاس نه رسیږي .
ددغه پریکړه لیک په اساس ، د پیسو ورکول ، د مالی شتمنیو وړاندې کول یا اقتصادي سرچینو ، شیانو او د انسان د وستۍ دمرستو په موقعې د په وړاندې کولو د ډ اډ لپاره د لازمو خدماتو وړاندې کول یا په افغانستان له دغه شان فعالیتونو څخه ملاتړ مجاز ګڼل شوي دي . دغه مرستې ،په افغانستان کې له لومړنیو انساني ضرورتونو څخه ملاتړ کوي او له طالبانو سره پر اړونده اوګانونوباندې د لګول شوو بندیزونو خلاف ورزۍ سره هیڅ اړه نه لري .
داسې ښکاري،ددغه پریکړه لیک تصویبیدا،د افغانستان اقتصادي وضعیّت لاخرابیدا او ددغه هیواد د خلکو زیاتیدونکي بې وځلۍ ته په پام سره ترسره شوي او په همدې دلیل د امنیت شورا درستو غړو ورته مثبته رایه ورکړه . د ملګروملتو د اړونده مسئولانو په وینا، دم ګړۍ په افغانستان کې د بې وځلۍ اندازه ۷۲ فی صدو ته رسیدلې او د اوسني بهیر د دوام به بڼه کې به د راتلونکي کال ترنیمائي پورې دغه اندازه ۹۷فی صدو ته ورسیږي .
د ملګروملتو چارواکو د افغانستان د اقتصادي او اجتماعي جوړښت د دړې وړې کیدا د مخنیوي لپاره د اړتیا وړ بودجې د تامینولو غوښتنه کړې ده.د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو ځانګړې استازې ډبورا لاینز وائي ،د افغانستان شتمنیو کنګل کول اوهمداراز دغه هیواد ته د انسان دوستۍ دمرستو د رسیدا مخنیوی ، لامل کیږي، چې په میلیونونو افغانان ،د لوږې له خطرې سره مخامخ شي او دافغان کډوالو دیوې سترې څپې درامینځةکیدا سبب به شي .
د ملګروملتو خبرداری ، د افغانستان د پیسو په تیره بیا په امریکا کې ددغو پیسو دکنګل کیدا په زمینې کې د لویدیځوالو سیاست او هم له افغانستان سره د تعامل د څرنګوالي په باب د هیڅ ډول کوم مشخص لرلید نه وړاندې کولو ته په پام سره ورکړل شوی دی . له هغه وخته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي ، امریکا د افغانستان د مرکزي بانک کابو نهه اعشاریه پنځه میلیارډ ډالري شتمنۍ کنګل کړي دي .تردې دمه هیڅ یوه هیواد د طالبانو موقته حکومت په رسمیّت نه دی پیژندلی . همداراز طالبان دامریکا د ترهه ګرو ډلو په لیسټ کې دي او پردې اساس ، طالبان د افغانستان شتمنیو ته لاس رسی نشي درلودلی .په عین حال کې دغه شکمن وضعیّت او دطالبانو په رسمیّت نه پيژندل او د دوي بایکاټول ، عملا لامل شوي څو د افغانستان ولس، دغه هیواد ته د مرستو رسونې په لاره کې دمختلفو خنډونو د شتون په دلیل دیوې سترې انساني غمیزې په درشل کې ورشي . همدغه موضوع ، د افغانستان په وړاندې د لویدیځوالو په تیره بیا دامریکا په کړچار د امنیت شورا د دوو دایمي غړو په توګه روسیې او چین نیوکې په روښانه توګه لیدل شوي دي . د امریکا له خوا د وړاندیزي مخکیني پریکړه لیک مسوده ، چې له افغانستان سره دانسان دوستۍ د مرستو له وړاندې کولو او له بندیزونو څخه د معاف کولو له ځينو موردونو سره د موافقې غوښتونکي وه ، د روسیې او چین له خوا ورسره موافقه نه وه شوي . په همدې دلیل د هغه پریکړه لیک د مسودې په باب خبرې اترې چې امریکا ئې وړاندیز کړی ؤ ، له سختئ سره پر مخ لاړې . چین باؤري ؤ ،د افغانستان د بندیز د کمیټې تخنیکي دستورالعملونه ،د انسان دوستۍ په زمینې کې پر مرستو نه اعمالیږي او روسیې هم له دغه شان دریځه ملاتړ وکړ . همدغه چاره سبب شوې څو امریکا هم مجبوره شي،له هرډول بندیزونو څخه له افغانستان سره د انساني مرستو په مستثنا کونې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د رول د اهمیّت ملاتړ وکړي .
په امنیت شورا کې ددغه شان د پریکړه لیک له تصویبیدا سره سره ،البته د ملګرو ملتو او د نړیوالو قدرتونو له نظره ،د افغانستان دسیاسي وضعیّت او د طالبانو د موقعیّت مشخص کول مهم دي . په حقیقت کې اوس په مختلفو سیاسی، اقتصادي و تجارتي او امنیتی اړخونو کې له افغانستان سره دتعامل څرنګوالی ، دې ته په پام سره چې طالبان د یوه هیواد له خوا هم په رسمیّت نه دي پيژندل شوي ، د شکونو په شپول کې دی .