امریکاله بمباریوپرته دافغانستان دماشومانوخاموشې وژلې ته دوام ورکړی
داپه داسې حال کې دي چې په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره کابو یو میلیون ماشومان د ناوړه خوړو او لوږې له امله دمرګ له خطرې سره لاس او ګریوان دي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،امریکا اومتحدانو ئې چې تر شلو کلونوپورې ئې افغانستان په پوځي نیواک کې ؤ،او تل ئې عام خلک په تیره بیاماشومان د ترهه ګرو ډلو په نامې او پلمې سره بمباران او قتل عام کړي، دې ځل په خاموشه خپلو وژلو ته دوام ورکوي .
ایرناخبری اژانس راپور ورکړی، دافغانستان خلک د امریکا په مشرۍ د لویدیځوالو د جنګی جنایتونو له لارې دخپلې خاورې د نیواکګرۍ دکنډوالو له شلو کلونو زغملو وروسته ، اوس هم په نوي ډول سره ، البته په خاموشۍ سره له بل بوږنونکي جنایت سره مخ شوي دي او هغه هم پر افغانستان د طالبانو دبیرته واکمنیدا په لاسوند سره د واشنګټن او لویدیځ د بندیزونو له اعمالیدا سره لاس اوګریوان دي او افغان ولس په تیره بیا ماشومان ئې د لوږې له بوږنونکي غمیزې سره مخ کړي دي .
نړیوال اورګانونه ، د طالبانو د واکمنیدا په پلمې د افغانستان پر ولس دامریکا د بندیزونو د اعمالولو په وجه په دغه هیواد کې په روان ژمي کې د یوې انساني غمیزې د رامینځةکیدا په باب خبرداري ورکوي .
داپه داسې حال کې دي چې په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره کابو یو میلیون ماشومان د ناوړه خوړو او لوږې له امله دمرګ له خطرې سره لاس او ګریوان دي .
د ملګروملتو د کډوالو د چارو لوړې کمیشنرۍ په دې زمینې کې په خبرداري ورکولو سره اعلان کړیدی و چې په افغانستان کې لوږه تر بې مخینې حده رسیدلې ده .