امریکاله بمباریوپرته دافغانستان دماشومانوخاموشې وژلې ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110084-امریکاله_بمباریوپرته_دافغانستان_دماشومانوخاموشې_وژلې_ته_دوام_ورکړی
 داپه داسې حال کې دي چې  په افغانستان کې  له پنځو کلونو کم عمره  کابو یو میلیون ماشومان  د ناوړه خوړو او لوږې  له امله  دمرګ له خطرې سره لاس او ګریوان دي . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2021 12:07 Asia/Kabul
  • امریکاله بمباریوپرته دافغانستان دماشومانوخاموشې وژلې ته دوام ورکړی

 داپه داسې حال کې دي چې  په افغانستان کې  له پنځو کلونو کم عمره  کابو یو میلیون ماشومان  د ناوړه خوړو او لوږې  له امله  دمرګ له خطرې سره لاس او ګریوان دي . 

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،امریکا اومتحدانو ئې چې  تر شلو کلونوپورې ئې  افغانستان په پوځي نیواک کې  ؤ،او تل ئې عام خلک په تیره بیاماشومان د ترهه ګرو ډلو په نامې  او پلمې سره بمباران او قتل عام کړي، دې ځل په خاموشه خپلو وژلو ته دوام ورکوي .

 ایرناخبری اژانس  راپور ورکړی،  دافغانستان خلک د امریکا په مشرۍ د لویدیځوالو  د جنګی جنایتونو له لارې  دخپلې  خاورې د نیواکګرۍ  دکنډوالو  له شلو کلونو زغملو وروسته ،  اوس هم  په نوي ډول سره ، البته  په خاموشۍ سره له بل بوږنونکي جنایت سره  مخ شوي دي او هغه هم  پر افغانستان د  طالبانو دبیرته واکمنیدا  په لاسوند سره  د واشنګټن  او لویدیځ  د بندیزونو له اعمالیدا سره لاس اوګریوان دي   او افغان ولس په تیره بیا ماشومان ئې د لوږې  له بوږنونکي غمیزې سره مخ کړي دي .

نړیوال اورګانونه ، د طالبانو د واکمنیدا په پلمې د افغانستان پر ولس دامریکا د بندیزونو د اعمالولو په وجه  په دغه هیواد کې په روان ژمي کې د یوې انساني غمیزې د رامینځةکیدا په باب  خبرداري ورکوي .

 داپه داسې حال کې دي چې  په افغانستان کې  له پنځو کلونو کم عمره  کابو یو میلیون ماشومان  د ناوړه خوړو او لوږې  له امله  دمرګ له خطرې سره لاس او ګریوان دي . 

د ملګروملتو د کډوالو د چارو لوړې کمیشنرۍ  په دې زمینې کې په خبرداري ورکولو سره اعلان کړیدی و چې په افغانستان کې   لوږه تر بې مخینې حده رسیدلې ده .