دوستم: د دشت ليلي تاريخ به بيا تکرار کړو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110090-دوستم_د_دشت_ليلي_تاريخ_به_بيا_تکرار_کړو
یادې شورا ويلي، چې لومړی د خبرو له لارې طالبان د ګډ او منتخب حکومت جوړولو ته هڅوي، خو که طالبان دې کار ته غاړه کېنږدي، د وسله وال مقاومت په پایله کې به یې دغه کار ته مجبور کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2021 01:41 Asia/Kabul
  • دوستم: د  دشت ليلي تاريخ به بيا تکرار کړو

یادې شورا ويلي، چې لومړی د خبرو له لارې طالبان د ګډ او منتخب حکومت جوړولو ته هڅوي، خو که طالبان دې کار ته غاړه کېنږدي، د وسله وال مقاومت په پایله کې به یې دغه کار ته مجبور کړي.

‏له ترکيې څخه راپورونه وايي، چې د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم خپل يو شمېر پوځي قومندانان را ټول کړي او د طالبانو د واکمنۍ خلاف يې د جګړې ژمنه ورڅخه اخیستې ده.

د راپورونو په اساس، په دې را ټولیدنه کې ادعا کړې، چې په دغه جګړه کې به « دشت ليلي» تاريخ بيا تکرار کړي.

معلومه نه ده، چې دوستم به دغه ادعا شوي وسله وال فعالیتونه د خپل ګوند که کوم بل ادرس تر چتر لاندې پیل کړي.

نوموړي روانه اونۍ د جمهوري نظام له سقوط وروسته په لومړي ځل د حزب وحدت ګوند له مشر محمد محقق سره د خپلې ليدنې عکسونه خپاره کړي وو.

ويل کيږي، چې دوستم، محقق، یونس قانوني، عطامحمد نور، عبدالهادي ارغنديوال او یو شمېر نور سیاستوال د عبدالرب رسول سياف په مشرۍ د ملي مقاومت د عالي شورا په چوکاټ کې د طالبانو پر وړاندې مقابلې ته منسجم شوي.

یادې شورا ويلي، چې لومړی د خبرو له لارې طالبان د ګډ او منتخب حکومت جوړولو ته هڅوي، خو که طالبان دې کار ته غاړه کېنږدي، د وسله وال مقاومت په پایله کې به یې دغه کار ته مجبور کړي.

طالبانو بيا ويلي، چې په افغانستان کې جګړه نوره ختمه شوې، دوی پر ټول هېواد واکمن شوي، د قدرت جزيرې یې له منځه وړي او مخکيني چارواکي د وزارت غوښتلو له تمې پرته بیرته هېواد ته را ستنیدای شي.