طالبانو د تیر نظام د ځینو مهمو ادارو تشکیلات لغو کړل
د ټاکنیزو کمیسونونو په پارلماني چاروکې ددولت وزارت د تشکیلات په له مینځه وړو سره د خلکو هغه هیلې هم پاي ته ورسیدې چې ګواکې راتلونکی نظام او حکومت د ازادو ټاکنو له لارې رامینځته شي.په دغو ادارو کې چې طالبانو یې تشکیلات لغو کړي ، زرګونه کسانو کار کاوه خو دهغوې د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوی
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ، په افغانستان کې دطالبانو د موقت حکومت کابینې په یو تازه اقدام کې دتیر نظام د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسونونواو دغه راز د سولې په چارو کې د کورنیو چارو وزارت او په پارلماني چارو کې ددولت وزارت تشکیلات لغوه کړل. دطالبانو د موقت حکومت کابینې همدارنګه په خپله دې پریکړه کې د پرزیدلي ولسمشر د پنځه اتیا سترو سلاکارانو، او ځانګړو استازو تشکیلات هم پای ته ورسول خو دطالبانو د موقت حکومت کابینې د ازموینو ملي ادارې تشکیلات دتیر په څير د یوې خپلواکې ادارې په توګه د خوندي ساتلو او دغه رار د نوم او تشکیلاتو په بدلون سره د بشري حقونو د پخواني خپلواک کمیسون ددندې دوام تاید کړ.
نور تفصیل ئې زمونږ د خبریال په راپور کې په ګډه سره آورو