هیچا ته دافغانستان په خاوره کې د لاسوهنې حق نه ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110104-هیچا_ته_دافغانستان_په_خاوره_کې_د_لاسوهنې_حق_نه_ورکوو
د طالبانو لوی درستیز وروسته له هغې په لالپورې ولسوالۍ کې  په صفري نقطه کې د طالبانوله امنیتی پوستو لیدنه کوي چې تازه دغلته د پاکستانی ځواکونواو دننګرهار ولایت د استخباراتو د ځانګړو ځواکونو تر مینځ لفظی شخړه رامنځته شوې او دطالبانو د استخباراتو ځانګړو ځواکونو هغه اغزن تار او نور وسایل چې ددغو ځواکونو پر وینا پاکستان دډیورند پولې لورې ته دنورو  سیمو دلاندې کولو په موخه  راوړي و له ځان سره راوړل .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 24, 2021 08:03 Asia/Kabul
  •   هیچا ته دافغانستان په خاوره کې د لاسوهنې حق نه ورکوو

د طالبانو لوی درستیز وروسته له هغې په لالپورې ولسوالۍ کې  په صفري نقطه کې د طالبانوله امنیتی پوستو لیدنه کوي چې تازه دغلته د پاکستانی ځواکونواو دننګرهار ولایت د استخباراتو د ځانګړو ځواکونو تر مینځ لفظی شخړه رامنځته شوې او دطالبانو د استخباراتو ځانګړو ځواکونو هغه اغزن تار او نور وسایل چې ددغو ځواکونو پر وینا پاکستان دډیورند پولې لورې ته دنورو  سیمو دلاندې کولو په موخه  راوړي و له ځان سره راوړل .

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ ،د طالبانو دموقته حکومت د ملی دفاع وزارت لوي درستیز قاری فصیح الدین فاتح چې د ننګرهار د ولایتی چارواکو په ملتیا ئې د دې ولایت د لالپورې په ولسوالۍ کې چې د ډیورنډ کرښې ته څیرمه پرته ده په سفري نقطو کې د امنیتی پوستو لیدنه کوله وویل . طالبان له ګاونډیو او سیمې هیوادونوسره په ښه ګاوندی توب او یو دبل په چارو کې په نه لاسوهنه باور لري خو هیچاته به اجازه ورنکړي چې دافغانستان په خاوره او کورونیو چارو کې لاسوهنه وکړي . نوموړي پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي وویل د لاسوهنې او مداخلې په صورت کې به د رامنځته شویو حالاتو مسولیت د تیري کوونکي پر غاړه وي . د طالبانو لوی درستیز وروسته له هغې په لالپورې ولسوالۍ کې  په صفري نقطه کې د طالبانوله امنیتی پوستو لیدنه کوي چې تازه دغلته د پاکستانی ځواکونواو دننګرهار ولایت د استخباراتو د ځانګړو ځواکونو تر مینځ لفظی شخړه رامنځته شوې او دطالبانو د استخباراتو ځانګړو ځواکونو هغه اغزن تار او نور وسایل چې ددغو ځواکونو پر وینا پاکستان دډیورند پولې لورې ته دنورو  سیمو دلاندې کولو په موخه  راوړي و له ځان سره راوړل . که څه هم چې به ټولیزو رسنیو کې دطالبانو دځانګړو ځواکونو ددې پر وخت افدام ستاینه وشوه خو ځینې د نظر خاوندان پر دی باور دی چې دا چاره دپاکستان د لومړی وزیر د هغه څرګندونو څخه د پام اړولو په موخه شوې چې  نوموړي په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه کړې وې. پاکستان تر اوسه د لالپورې په ولسوالۍ کې د افغان او پاکستانی ځواکونوتر منځ د لفظی شخړې او د طالبانو دلوی درستیز د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي