د طالبانو له لیکو یو زر نهه سوه کسان ویستل شوي
هغه غرضي کسان او د پخواني حکومت پاتې کړۍ به ونیول او ورسره به سخت چلند وشي ، چې تاجران زوروي ، شتمن او دهغو شتمنۍ له هیواده بهر ته تښتې ته مجبوروي او دحکومت او ولس ترمینځ په واټن رامینځةکولو پسې دي .
زمونږخبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت د ویندوی مرستیال انعام ا... سمګاني پخپل یوه پیغام کې ولیکل ، تر دې دمه طالبانو له خپلو لیکو څخه ځیني والیان هم ویستلي دي ،چې په هغو کې ځيني نیول شوي او قضائی محکمو ته سپارل شوي او دغه بهیر هماغه راز دوام لري .
د طالبانو ډلې مرستیال ویندوي ددغې ډلې د تصفیه وي کمیشن له قوله لیکلي دي هغه غرضي کسان او د پخواني حکومت پاتې کړۍ به ونیول او ورسره به سخت چلند وشي ، چې تاجران زوروي ، شتمن او دهغو شتمنۍ له هیواده بهر ته تښتې ته مجبوروي او دحکومت او ولس ترمینځ په واټن رامینځةکولو پسې دي .