طالبانو په اول ځل یو هزاره توکمه افغان پر لوړې څوکۍ وګماره
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110182-طالبانو_په_اول_ځل_یو_هزاره_توکمه_افغان_پر_لوړې_څوکۍ_وګماره
زیاتره نظر خاوندان دې ټاکنې ته په ښه نظر ګوري او په بېلابېلو برخو کښې د نورو متخصصو کادرونو د ګمارنې هیله کوي
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 26, 2021 06:46 Asia/Kabul

زیاتره نظر خاوندان دې ټاکنې ته په ښه نظر ګوري او په بېلابېلو برخو کښې د نورو متخصصو کادرونو د ګمارنې هیله کوي

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د طالبانو مشر ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معین ذبیح الله مجاهد وایي، د طالبانو د مشر ملا هیبت الله د فرمان له مخې ‌ډاکتر عبدالطیف نظری د اقتصاد وزارت د مسلکي  معین په توګه ټاکل شوی دی.

مجاهد ویلي چې ښاغلی نظری لوړې زده کړې لري او په اقتصادي چارو کې د پراخې تجربې خاوند دی.

عبداللطیف نظري داسی مهال پر دې دنده ګومارل کیږي چې پر طالبانو د ټولشموله حکومت د جوړولو فشارونه ورځ تر بلې مخ پر ډیریدو دي. ډاکتر عبدالطیف نظری چې خپلې لوړې زده کړې یې په تهران کې پاې ته رسولي  په افغانستان کې یې د پوهنتون پر استاذۍ سربیره د راهِ فردا په نوم د یوخصوصي تلویزیون د رییس . او یو څیړنیز مرکز د مشر يه توګه یې هم دندې ترسره کړي . ښاغلی عبدالطیف پر دې سربیره د پخوانۍ ولسي جرګې د اوولسمې دورې د ټاکنو لپاره هم ځان له کابله نومولی او دغه راز د ولسمشرۍ په تیرو ټاکنو کې چې په پایله کې یې اشرف غني ولسمشر شو  د نظار شورا د پخواني مشر احمد شاه مسعود د ورور احمد ولي مسعود د وفاق ملي د ټاکنیز ټکټ دویم مرستیال هم نومول شوی و.

زیاتره نظر خاوندان دې ټاکنې ته په ښه نظر ګوري او په بېلابېلو برخو کښې د نورو متخصصو کادرونو د ګمارنې هیله کوي