افغانستان کښې د جنايي اقداماتو په تور ۲۰ کسان ونیوی شول
Dec 27, 2021 04:24 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونو له شلو زیات کسان د جنايي اقداماتو په تور نیولي دي
په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونو له شلو زیات کسان د جنايي اقداماتو په تور نیولي دي
د افغانستان په شمال کښې د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر قاري انصار ا... انصاري پرون وویل چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کښې ۱۱ کسان د انسان تښتونې په شان جرمونو په تور ونیول.
په عین حال کښې د افغانستان امنیتي ځواکونو ۹ تنه نور په شمالي ولایت قندوز کښې د انسان تښتونې او غلا په تور نیولي دي.
طالبانو ژمنه کړې ده چې په ټول افغانستان کښې به امنیت ټینګ کړي.
ټیګونه