د ښوونکو نړیواله ټولنه:
افغانانو سره دې مرستې ډېرې کړې شي
د ښوونکو او پوهنتونو د استادانو یوې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د تعلیمي او تحصیلي بهیر د پيلېدو غوښتنه کړې ده.
مسیر خبري سایټ خبر ورکړی چې په سکاټلنډ کې د ښوونکو او پروفیسرانو دغې ټولنې له سکاټلنډ او برېټانیا غوښتي چې په افغانستان کې په روان وضعیت کې د نجونو او ښځینهو د تعلیم او تحصیل په برخه کې د شته خنډونو په لرې کولو کې مرسته وکړی او له دغه هېواد سره دې بشردوستانه مرستې ډېرې کړي.
د دغه بنسټ په خبره افغانان حق لري چې زده کړې وکړي او خپله راتلونکې جوړه کړي، نو له همدې امله د نړیوالو مسئولیت دی چې له دغه هېواد سره په تعلیمي او بشردوستانه برخه کې مرستې ډېرې کړي.
دوی همدا راز له برېټانیا او سکاټلنډه غوښتي چې افغان پناه غوښتونکو ته په خپلو هېوادونو کې ځای ورکړي او د زده کړو او پرمختګ زمینه ورته برابره کړي.