کابل کښې بیا چاودنه شوې
Dec 29, 2021 04:04 Asia/Kabul
د افغانستان په پلازمینې کابل کښې پرون یوه بله چاودنې وشوه
د افغانستان امنیتي سرچینو پرون مازیګر په پلازمینې کابل کښې د کورنیو چارو د وزارت د ودانۍ مخې ته د یوې چاودنې خبر ورکړ البته د دغې چاودنې له امله د احتمالي مرګ ژوبلې او تاوان په اړه یې څه نه دي ویلې.
په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې د دغه هیواد په مختلفو سیمو په تیره بیا کابل کښې چاودنې او ناامنۍ روانې دي. د زیاترو چاودنو پړه هم داعش ترهګره ډله په غاړه اخلي خو طالبان بیا په هیواد کښې د ددعش ډلې خطر ناڅه ګڼي او ورسره جدي مقابله نه کوي.
ټیګونه