د افغانستان د طالبانو پلاوی پاکستان ته ورغلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110312-د_افغانستان_د_طالبانو_پلاوی_پاکستان_ته_ورغلی
اوا خبري اژانس وايي د طالبانو یو(۱) پلاوی د اړیکو د پیاوړي کولو په هدف د پاکستان له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته تللی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 29, 2021 07:38 Asia/Kabul
  • د افغانستان د طالبانو پلاوی پاکستان ته ورغلی

اوا خبري اژانس وايي د طالبانو یو(۱) پلاوی د اړیکو د پیاوړي کولو په هدف د پاکستان له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته تللی دی .

د طالبانو د موقته حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني  نن په ټویټر پاڼه کښې ولیکل د طالبانو د مالیې وزارت څلور (۴) کسیزه پلاوی به د پاکستان له چارواکو سره د طالبانو  د حکومت د پیاوړي کولو د لارو چارو په هکله د نظر تبادله وکړي .

له دې مخکې هم د طالبانو د خارجه وزیر امیر خان متقي په شمول د دغه ډلې یوشمیر چارواکو د بیلابیلو مسائیلو په هکله د سلامشورې لپاره اسلام اباد ته سفرونه کړي وو .

د طالبانو حکومت چې په تیرې اګست میاشت کښې یې واک په لاس کښې اخیستی دی د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا لخوا د افغانستان د کابو لس (۱۰) میلیارډه ډالرو د کنګل کولو په دلیل د حکومتي برخې د کارکونکو د معاشونو د ورکولو او د خوراکي شیانو د تامینولو په شمول له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دی .

په دغو شرایطو کښې پاکستان او قطر د طالبانو تر ټولو مهم سیاسي او مالي ملاتړي ګڼل کیږي .