د افغانستان میرمنو په کابل کښې مظاهرې وکړې
زمونږ خبریال وايي د افغانستان یوشمیر ښځو نن په امریکا کښې د هیواد د ډالري زیرمو په کنګل کیدا باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې .
د افغانستان یوشمیر ښځو نن په بد اقتصادي حالت ، لوږې او په امریکا کښې د افغانستان د ډالرو په کنګل کیدا باندې اعتراض کښې په کابل کښې مظاهرې وکړې .
د افغانستان دغو میرمنو د افغانستان د لس(10) میلیارډه ډالرو د ازادید او د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه .
واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته امریکا د افغانستان کابو لس (۱۰)میلیارډه ډالره کنګل کړي دي او چمتو نه ده چې دغه ډالر ازاد کړي .
طالبان د امریکا د بایکاټونو د لګولو دوام د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ او د بشري حقوقو له اصولوسره په تضاد کښې ګڼي .
نړیوالو موسسو خبرداری ورکړی دی په افغانستان کښې بد اقتصادي حالت ته په پام سره د هیواد اوه نوي (۹۷) فیصده خلک په راتلونکي میلادي کال کښې له بې وزلۍ سره مخ کیږي .