د افغانستان دریمه برخه خلک له قحطۍ سره مخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110328-د_افغانستان_دریمه_برخه_خلک_له_قحطۍ_سره_مخ_دي
زمونږ خبریال وايي دې ته په پام سره چې په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې په افغانستان کښې په میلیارډونو ډالره لګول شوي خو همدا اوس د هیواد له هرو دریو (۳) کسانو څخه یو (۱) تن د قحطۍ او د نیستۍ په درشل کښې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 29, 2021 10:56 Asia/Kabul
  • د افغانستان دریمه برخه خلک له قحطۍ سره مخ دي

زمونږ خبریال وايي دې ته په پام سره چې په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې په افغانستان کښې په میلیارډونو ډالره لګول شوي خو همدا اوس د هیواد له هرو دریو (۳) کسانو څخه یو (۱) تن د قحطۍ او د نیستۍ په درشل کښې دی .

د افغانستان د بیارغونې د څار ځانګړي ادارې سیګار ځانګړي مفتش په یوه (۱) راپور کښې په افغانستان کښې د امریکا په مدیریت سره د نړیوالې ټولنې د یوسل شپږڅلویښت (۱۴۶) میلیارډه ډالره لګښت ته په اشارې سره وویل په افغانستان کښې د بې وزلۍ بهیر زیات شوی او همدا اوس د هیواد دریمه (۳) برخه خلک له قحطۍ سره مخامخ دي .

ملګروملتونو هم خبرداری ورکړ چې د افغانستان اقتصاد د نسکوریدا په حال کښې دی او دغه بد حالت په غمیزې بدلیدلی شي .

د ملګروملتونو د خواړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي (WFP)هم ویلي دي د څیړنو پراساس د افغانستان اته نوي (۹۸) فیصده ښاریز کافي خواړو ته  لاسرسی نلري .

په تیرې اګست میاشت کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د خارجي هیوادونو د مرستو ناڅاپه بندیدا د افغانستان ماتیدونکی اقتصاد د دړې وړې کیدا په درشل کښې وروستلی دی او د خوراکي شیانو ، د سونګو او د نورو شیانو بیې په چټکۍ سره د زیاتیدا په حال کښې دي .