مجاهد:هیله من یود ماسکو حکومت طالبان په رسمیت وپیژني
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110342-مجاهد_هیله_من_یود_ماسکو_حکومت_طالبان_په_رسمیت_وپیژني
د طالبانو ویندوی ذبیح ا... مجاهد کابل ته د ماسکو له بشر دوستانه مرستو په قدرونې سره له روسیې وغوښتل طالبان د افغانستان د رسمی دولت په توګه په رسمیت وپیژني
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2021 02:11 Asia/Kabul
  • مجاهد:هیله من یود ماسکو حکومت طالبان په رسمیت وپیژني

د طالبانو ویندوی ذبیح ا... مجاهد کابل ته د ماسکو له بشر دوستانه مرستو په قدرونې سره له روسیې وغوښتل طالبان د افغانستان د رسمی دولت په توګه په رسمیت وپیژني

 له  بلې خوا ضمیر کابلوف ویلی دي طالبان د حکومتولۍ له بد مدیریت سره بیا هم د رسميت پېژندلو په درشل کې دي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف په يوه تازه مرکه کې د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه غږيدلی.

نوموړي د طالبانو د حکومت په اړه ويلي، چې په تدريجي ډول د رسميت پېژندلو په درشل کې دی.

ډ هغه په وينا، د روسیې په ګډون نیږدې لسو هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي ساتلي او طالبانو سره دیپلوماتیکې اړیکې لري.

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي دغه راز ویلي، چې د طالبانو د حکومت مدیریت مناسب نه، بلکې بد دی خو په وینا یې سمدستي داسې کومه بالقوه ډله نشته، چې د دوی واکمني وننګوي.

د کابلوف په خبره، داعش ډله سره له دې چې طالبان یې د ځپلو لپاره کافي هڅې کوي او په دې برخه کې لاسته راوړنې هم لري، طالبانو ته سمدستي لوی ګواښ دی.

د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی خبرداری ورکوي، چې که طالبان په روان ژمي کې د اقتصادي او بشري ناورين په مهارولو ونه توانیږي، له دوی څخه د خلکو مخ اړول به د پنجشېر مقاومت ډلې د پیاوړتیا او د کورنۍ جګړې پر لور د افغانستان د بيولو سبب شي.

د ولادیمیر پوتین استازی د ټول شموله حکومت په اړه وايي، چې سمدستي یې طالبانو نه تمه هم نه کيږي، چې خپل پروني دښمنان د ننني واک شریکان کړي، خو ټینګار کوي چې روسیه په واک کې د ټولو افغان سیاسي او قومي لوړیو شاملول غواړي.

هغه په ورته وخت کې ويلي، چې د نوي میلادي کال د لومړۍ مياشتې د پای او بلې د پیل په درشل کې به د ترویکا ډلې غونډه په کابل کې ترسره شي