هیڅوک د افغانستان د خلکوپه وګړنیز حریم دتیري حق نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110350-هیڅوک_د_افغانستان_د_خلکوپه_وګړنیز_حریم_دتیري_حق_نه_لري
دم ګړۍ په یوسل درې دیرش خصوصي پوهنتونونو کې  میرمنې په زده کړو بوختې دي  او مونږ نړیوالو او د  افغانستان ولس ته ډاډ ورکوو ، چې  دخپلو ښاریزو د درستو حقوقو رعایتولو ته ژمن یوو او په دې باب جدي توجه لرو.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 30, 2021 08:10 Asia/Kabul
  • هیڅوک د افغانستان د خلکوپه وګړنیز حریم دتیري حق نه لري

دم ګړۍ په یوسل درې دیرش خصوصي پوهنتونونو کې  میرمنې په زده کړو بوختې دي  او مونږ نړیوالو او د  افغانستان ولس ته ډاډ ورکوو ، چې  دخپلو ښاریزو د درستو حقوقو رعایتولو ته ژمن یوو او په دې باب جدي توجه لرو.

ایرناخبری آژانس نن راپور ورکړ ،په افغانستان کې د طالبانو  موقته حکومت د امر به معروف او نهی از منکر وزارت خپلو درستو ځواکونو او اورګانونو ته خبرداری ورکړی ،څو د خلکو له هرډول کړولو او د دوي خصوصي حریم ته  له ورتلو او پکې  له مداخلت دې ډډه وکړي .

د طالبانو د امر باالمعروف او نهی از منکر وزارت  په اعلامیې کې په دې خبرې کولو سره چې  له قانون ماتونکو او خلاف ورزي کونکو سره به  چلند وشي ، د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ،، امنیتی ځواک حق نه لري  دودي په خصوصي  حریم کې دخالت وکړي .

د طالبانو ددغه وزارت  دعمومی اطلاعاتو د ادارې مشر محمد صادق عاکف  هم وئيلی دي ،د امر باالمعروف او نهي از منکر د وزارت سرپرست شیخ خالد  په کرتو ټینګار کړی ، چې  امنیتی ځواک اجازت نه لري، د خلکو شخصي کورونه او موبایل له اجازت پرته وارزوي .

په عین حال کې د  طالبانو  ویندوی یوه  مرسیتال بلال کریمي د افغانستان د ښاریزو د حقوقو درعایتولو په باب  وئيلي دي ،میرمنې دم ګړئ  د کابل دهوائي ډګر ،روغتیائي ، معارف  او د لوړو زده کړو د وزارتونوپشمول په حکومتي ادارو کې په کار بوختې دي  او د ضرورت په بڼه کې به لازیاتې  میرمنې په  دغو ادارو کې جذب شي .

د طالبانو د ویندوي مرستیال زیاته کړې ، دم ګړۍ په یوسل درې دیرش خصوصي پوهنتونونو کې  میرمنې په زده کړو بوختې دي  او مونږ نړیوالو او د  افغانستان ولس ته ډاډ ورکوو ، چې  دخپلو ښاریزو د درستو حقوقو رعایتولو ته ژمن یوو او په دې باب جدي توجه لرو.