د کابل د ولسی حکومت د نسکوریدا دلیل پرامریکااعتماد ؤ
د افغانستان پخواني ولسمشر زیاته کړې ،یوازې له دې څو دقیقې وروسته مو د هیواد د پریښودو فیصله وکړه چې خپلو محافظانو راته ووئيل ، چې نور په کابل کې د له هغه د ساتنې امکان نه لري .
زمونږخبریال د شفقنا خبری اژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني چې د طالبانو په ولکې پسې متحده عربی اماراتو ته وتښتید،وائي،د امریکا پشمول په بهرنیو شریکانو باندې اعتماد دهغه د حکومت دنسکوریدا دلیل دی او امریکا هیڅکله هم راته فرصت رانه کړ، چې له طالبانو سره خبرې اترې وکړم،بلکې پخپله ئې له طالبانو ډلې سره خبرې اترې وکړې او فیصله ئې وکړه چې دی له واکه لیرې شي .
د افغانستان پخواني ولسمشر زیاته کړې ،یوازې له دې څو دقیقې وروسته مو د هیواد د پریښودو فیصله وکړه چې خپلو محافظانو راته ووئيل،چې نور په کابل کې د له هغه د ساتنې امکان نه لري .
طالبان د اګست په پنځلسمه نیټه په افغانستان کې قدرت ته ورسیدل او امریکائي پوځیان هم د له شل کلنۍ نیواکګرۍ وروسته داګست په وروستیو کې په بې شرمۍ او سرټيټي سره له ا فغانستانه ووتل .