امریکاد اشرف غني په يوازې پريښودو سره شرمونکی خیانت وکړ
د امريکا دا پخوانی سفير په ټول کې له افغانستان څخه د امریکا وتل هغه هم په دې بڼه له دومره ناکامیو سره شرمونکی ګڼي
په افغانستان کې د امريکا يوه پخواني سفير هوګو لورنس وايي مني، چې هېواد يې له افغانستان سره خیانت وکړ.
لورنس، چې تر ۲۰۱۷ پورې په کابل کې د امريکا سفير و، په يوه ځانګړي ټلويزيوني مرکه کې وويل، چې په دوحه کې له طالبانو سره د زلمي خليلزاد د سولې معاملې له ترسره کيدو سره د افغانستان جمهوري نظام منسوبينو ته له پوځي ماتې مخکې رواني ماتې ورکړل شوې وه.
هغه د دې تر څنګ د سولې بهير له کاميابیدو مخکې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د جمهوري نظام د سقوط بل مهم دلیل ګڼي او امریکايي چارواکي پکې ملامتوي.
د امريکا دا پخوانی سفير په ټول کې له افغانستان څخه د امریکا وتل هغه هم په دې بڼه له دومره ناکامیو سره شرمونکی ګڼي.
په کابل کې د امريکا دا پخوانی سفير په ورته وخت کې وايي، چې طالبان دې په رسميت نه پيژندل کيږي، خو اړيکې دې ورسره موجودې او اصلاح ته دې وهڅول شي.