طالبانو د نویو محدودیتونو پلي کولو لپاره عملا هڅې پیل کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110466-طالبانو_د_نویو_محدودیتونو_پلي_کولو_لپاره_عملا_هڅې_پیل_کړې
زمونږخبریال راپور راکړی د افغانستان د پلازمینې کابل په واټونو کې طالبانو موټر چلوونکو ته د ښځو محدودولو او د موسیقۍ د منع کولو په اړه د دې ډلې د نویو سپارښتنو د پلي کولو په اړه خبرداری ورکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2022 02:06 Asia/Kabul
  • طالبانو د نویو محدودیتونو پلي کولو لپاره عملا هڅې پیل کړې

زمونږخبریال راپور راکړی د افغانستان د پلازمینې کابل په واټونو کې طالبانو موټر چلوونکو ته د ښځو محدودولو او د موسیقۍ د منع کولو په اړه د دې ډلې د نویو سپارښتنو د پلي کولو په اړه خبرداری ورکړی.

څو ورځې وروسته له هغه چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا نوې سپارښتنې پر موټر چلوونکې وویشل شوې، په تازه خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې اوس د طالبانو اړونده وسله وال د مسافرو ګاډي  دروي او د نویو سپارښتنو د عملي کولو لپاره موټر چلوونکو ته لارښوونې کوي.

د کابل ښار د واټونو په ویډیو کې چې پر خواله رسنیو خپره شوې ښکاري، چې یو طالب موټر چلوونکي ته د ږیرې د پرېښودلو، موسیقۍ نه اورېدلو او د دوی په وینا د بې حجابه او بې محرمه ښځو د نه لېږدولو سپارښتنه کوي.

دا هغه موارد دي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خوا په شپږ(۶) ماده ییزه سپارښتپاڼه کې راغلي وو او تېره اونۍ خپره شوې وه.

خو د بشري حقونو د څار سازمان دې نویو محدودیتونو ته په غبرګون کې ویلي، طالبان د ښځو پر تګ راتګ له دې بندیز سره هغوی زنداني کوي. خو طالبان دا وړ څرګندونې "پروپاګند" یادوي او دا یوازې یو لړ سپارښتنې بولي.

پر ښځو دې محدودیت ته په غبرګون کې یوې افغانې مېرمنې د اعتراض په بڼه د نارینه کالي اغوستي او له کوره بهر وتلې ده.

هغې په دې بڼه له کوره د خپل تګ ویډیو رسنیو  ته استولې ده.

دا مېرمن چې کابل کې یوازې اوسېږي او د یوه ماشوم مور ده  په  یوه پیغام کې ویلي، "کله چې خپلو دوستانو راته وویل چې طالبانو په ښار کې له محرم پرته د ښځو پر تګ راتګ بندیز لګولی ډېره خپه شوم". دا وايي "زه څوک نه لرم او په دې بڼه مې اعتراض وکړ چې طالبان پوه شي دا کار یې عاقلانه نه دی".

د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره له څو دولتي ادارو پرته د نورو ټولو دولتي ادارو کارکوونکې تر اوسه په کور کېينول شوي او د ګوتو په شمېر ولایتونو پرته نور افغانستان کې د منځنۍ دورې نجونو ښوونځي تړل شوي دي.

طالبان وايي ښځو ته د کار او تعلیم حق ورکوي خو د دې لپاره مناسب شرایط رامنځته کول غواړي.