د کابل خلکو د امریکې خلاف مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110506-د_کابل_خلکو_د_امریکې_خلاف_مظاهرې_وکړې
په کابل کې یو ځل بیا هم لسګونه کسانو د امریکايي بندیزونو پر وړاندې لاریون کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 03, 2022 01:40 Asia/Kabul
  • د کابل خلکو د امریکې خلاف مظاهرې وکړې

په کابل کې یو ځل بیا هم لسګونه کسانو د امریکايي بندیزونو پر وړاندې لاریون کړی دی.

د کابل لاریون کوونکو وویل چې امریکا دې ژر تر ژره پر افغانستان اقتصادي فشارونه او لګول شوي بندیزونه پای ته ورسوي او اجازه دې ورکړي چې افغانان خپل هېواد جوړ کړي.

لاریون کوونکي وایي د امریکا د بندیزونو له امله په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ترینګلی شوی دی او دلته روان کاروبارونه او سوداګري له ستونزو سره مخ شوي دي.

هغوي له نړیوالې ټولنې څخه په رسمیت د طالبانو د لنډمهاله حکومت د پیژندلو غوښتنه هم وکړه.

یاده دې وي چې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو وروسته امریکا د افغانستان میلیاردونه ډالر شتمني کنګل کړې ده او په دغه هیواد کښې یې اقتصادي ستونزې رامنځ ته کړې دي.