طالبان په افغانستان کښې د نشه­یانو درملنه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110516-طالبان_په_افغانستان_کښې_د_نشه_یانو_درملنه_کوي
واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې په نشه ایزو توکو روږدي زرګونه کسان د درملنې په موخه د افغانستان په درملیزو مرکزونو کښې داخل کړی شوې دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 03, 2022 02:42 Asia/Kabul
  • طالبان په افغانستان کښې د نشه­یانو درملنه کوي

واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې په نشه ایزو توکو روږدي زرګونه کسان د درملنې په موخه د افغانستان په درملیزو مرکزونو کښې داخل کړی شوې دي

واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې په نشه ایزو توکو روږدي زرګونه کسان د درملنې په موخه د افغانستان په درملیزو مرکزونو کښې داخل کړی شوې دي

د طالبانو د موقته حکومت د روغتیا وزارت چارواکو پرون وویل چې په تیره څلورو میاشتو کښې د افغانستان په مختلفو سیمو کښې ۶ زره ۹ سوه او ۹۰ تنه په نشې روږدي کسان معلوم کړی شوي او د درملنې او د نشې د پریښودو په موخه درملیزو مرکزونو ته معرفي شوي دي.

په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنۍ مخکښې به په نشې د اخته کسانو درملنه زیاتره په پرائیویټ کلینیکونو کښې کیدله. په افغانستان کښې دغه ډول تقریباً ۸۴ مرکزونه وو چې له زیاترو سره د نړیوالو مرستندویه ارګانونو له خوا مرسته کیدله خو اوس معلومه نه ده چې له افغانستانه د امدادي ارګانونو په وتلو سره، دغه ډول څومره مرکزونه فعال دي.