د ټولشموله حکومت په جوړیداسره دطالبانورسمیت پيژندنه ممکنه ده
دمګړئ په ایران کې کابو څلور میلیون افغان کډوال ژوند کوي او د پناه غواړو بچیانو ته د وړیا زده کړې زمینه هم برابره شوې ده .
زمونږخبریال د شفقنا خبری اژانس له قوله راپور راکړ، په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر بهادر امینیان له طلوع نیوز خبری چینل سره په خبرو کې ووئيل ، په افغانستان کې دم ګړئ ټولشموله حکومت نه دی ، له دې امله ئې تهران په رسمیّت نشي پيژندلی .
امینیان زیاته کړې ده ، دطالبانو د حکومت په جوړښت کې دبدلون په بڼه کې تهران نوره هیوادونه هم هڅولی شي څو ددغې ډلې حکومت په رسمیّت وپيژني .
دغه ایراني ډيپلوماټ ټينګار وکړ ، که ایران په افغانستان کې نوی حکومت په رسمیّت وپيژني ، نو روسیه، چین ، دمینځنۍ آسیا هیوادونه او ځيني عرب هیوادونه به هم دغه حکومت په رسمیّت وپيژني .
په کابل کې د ایران سفیر په دوام کې دترهه ګرو ډلو په تیره بیا د داعشي تکفیري ډلې د فعالیت پر پراختیا په افغانستان کې د اقتصادي مشکلاتو د دوام داغیزو په باب خبرداری ورکړ. هغه په ایران کې د کډوالو په ضد دبد چلند او تاؤتریخوالی په اړه راپور رد کړی او وئيلي ئې دي ،دمګړئ په ایران کې کابو څلور میلیون افغان کډوال ژوند کوي او د پناه غواړو بچیانو ته د وړیا زده کړې زمینه هم برابره شوې ده .