طالبان:
د افغانستان د بيارغونې لپاره پروګرام لروو
د طالبانو د حکومت لوړ رتبه غړي وويل: دغه حکومت د افغانستان د بيا رغونې لپاره زيات پروګرامونه لري او کوشش کوي چې چې خلق په امنيت او ارامښت کښې ژوند وکړي.
د افغان آوا د رپوټ له مخې د طالبانو د موقته حکومت د مشر سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير پرون وويل: حکومت له خلقو سره ملګرتيا ته چمتو دے او کوشش کوي ارامه او له امنيت نه ډک ژوند ولري.
دا څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کيږي چې په افغانستان کښې اقتدار ته د طالبانو له رسېدو څخه تقريباً پينځه مياشتې تېريږي او په دغه موده کښې د خلقو اقتصادي حالت سخت کمزورے شوے دے.
په دغه موده کښې له افغانستانه په بهر کښې د دغه هېواد د شتمنيو د بندېدو، د تېرو حکومت د نسکورېدو په وجه د زرګونو ښاريزو د بې روزګارۍ او داسې نورو مسائلو په شمول د مختلفو وجوهاتو له مخې زياتره خلق په فقر کښې ژوند کوي.
دغه مشکلات او مسائل د دې سبب شوي چې د افغانستان په زياترو سيمو کښې د آبادونې او اقتصادي پروژې په ټپه اودريږي.