طالبانو ادریس زمان د ښځو د چارو معین وټاکۀ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110606-طالبانو_ادریس_زمان_د_ښځو_د_چارو_معین_وټاکۀ
د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزارت پخواني معین محمد ادریس زمان ته د طالبانو د موقته حکومت له لوري نوې دنده ورکړل شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2022 03:59 Asia/Kabul
  • طالبانو ادریس زمان د ښځو د چارو معین وټاکۀ

د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزارت پخواني معین محمد ادریس زمان ته د طالبانو د موقته حکومت له لوري نوې دنده ورکړل شوې ده.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پر ټوېټرپاڼه کښې په خپاره شوي متن کښې دا خبره شوې ده.

په دې خبرپاڼه کې زیاته شوې چې ادریس زمان د طالبانو د مشر په حکم د ښځو چارو د معین په توګه وټاکل شو.

څو ورځې مخکې عبداللطیف نظري د اقتصاد وزارت د مسلکي معین په توګه ټاکل شوی و.

طالبان وائي، کابینه یې تر اوسه سرپرسته ده او تر بحثونو او مشورو وروسته به ګڼ شمېر نور کسان هم په مسلکي دندو وګماري.