د ایران او د نړۍ ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110610-د_ایران_او_د_نړۍ_ورځپاڼو_ته_کتنه
نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو . نوي شمیرنې وايي چې یوازې په تیرې دوشنبې ورځ په امریکا کښې په کورونا ویروس څه د پاسه لس لکه کسان ککړ شوي دي چې دغه شمیر په دغه هیواد کښې هره ورځ په دغه ویروس د ککړیدونکو کسانو د شمیر دوه(۲) برابری دی چې ټول ریکارډونه یې په یوځاې مات کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2022 07:35 Asia/Kabul
  • د ایران او د نړۍ ورځپاڼو ته کتنه :-

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو . نوي شمیرنې وايي چې یوازې په تیرې دوشنبې ورځ په امریکا کښې په کورونا ویروس څه د پاسه لس لکه کسان ککړ شوي دي چې دغه شمیر په دغه هیواد کښې هره ورځ په دغه ویروس د ککړیدونکو کسانو د شمیر دوه(۲) برابری دی چې ټول ریکارډونه یې په یوځاې مات کړل .

د متحده عربي اماراتو د یوې(۱) پوځي بار وړونکي کشتۍ له نیول کیدا وروسته د یمن د سمندري ځواک قومندان محمد القادري  وویل هره تیریګره کشتۍ  به چې د یمن اوبو ته ورننوځي نو ونیول شي .

چین له هندوستان سره په لانجمن سرحد کښې په «لداخ» سیمه کښې شپیته زره (۶۰۰۰۰)پوځیان دیره کړل .

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې په دې خبرې سره چې په امریکا کښې سیاسي حالات له مخکې څخه زیات لړزانده شوي دي ولیکل د دغه هیواد په سیاسي راتلونکي کښې د پوځي کودتا د رامینځته کیدا احتمال ډیر جدي دی .

نړیوالو رسنیو د «حیفا» په سواحلو کښې د صهیونیسټ رژيم د پوځ د یوه هیلي کوپټر د نسکوریدا خبر ورکړ چې دوه(۲) کسان کښې وژل شوي او یو (۱)بل ژوبل شوی چې  روغتون ته وړل شوی دی .

پرون د امریکا په دوو(۲) پوځي اډو باندې بریدونه شول یو(۱) برید  په عراق کښې په عین الاسد او بله حمله د سوریې په دیرالزور کښې وشوه .

د عراق په عین الاسد کښې د امریکا په پوځي اډې باندې برید په دوو (۲) بې پایلوټه الوتکو سره وشو چې ساری یې نه درلود .

د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ یوه(۱) مشر جمیل علیان ګواښ وکړ که چیرې د فلسطین بندي « هشام ابوهواش »چې یوسل څلویښت (۱۴۰) ورځې کیږي لوړ تړ یې کړی شهید شي د قدس د تورې په شان به له صهیونیسټ نیواکګرانو سره نوی جنګ پیل شي .

په تیر میلادي کال کښې څه د پاسه څلورزره څلور سوه (۴۴۰) کډوال اسپانیا ته د رسیدا لپاره د هڅې په وخت په سمندر کښې بې درکه شوي دي چې دا شمیر د دوه زره شلم(۲۰۲۰) میلادي کال دوه (۲) برابره او له دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال څخه راپدیخوا ترټولو زیات شمیر دی .

په تیرو نولسو (۱۹) کلونو کښې تر ټولو لوړې اندازې ته د ترکیې د انفلاسیون یعني د پیسو د پړسوب په رسیدا سره د امریکا د ډالر په مقابل کښې د لیرې کرنسۍ ارزښت څلور(۴) فیصده نور هم کم شو .

()

ګرانو اوریدونکو اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو  .

مایک پمپئو چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حکومت کښې د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای (CIA) مشر او وروسته بیا خارجه وزیر و په یوې(۱) مرکې کښې د هغه څه په وړاندې چې د ایران ګواښونه یې وبلل د ده (پمپئو) او د ټرمپ د ژوند د ساتلو غوښتنه وکړه .

د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند په یوې(۱) وینا کښې د حکومتي عسکرو لخوا د متحده عربي اماراتو د پوځي کشتۍ نیولو ته په اشارې سره وویل د متحده عربي اماراتو د کشتۍ نیول د تیریګرو  هیوادونو صفونه ولړزول .

د چین د باندنیو چارو وزارت ویاند وانگ ونبین په یو لړ  څرګندونو کې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني ټرور یو(۱) جنګي جنایت وباله چې امریکا له زور څخه په ناوړه استفادې سره ترسره کړی دی .

د سوډان لومړی وزیر«عبدالله حمدوک» د خپل هیواد خلکو ته په وینا کښې د استعفا د خبر په اعلانولو سره وویل فیصله مو وکړه چې د تاسو اعتماد تاسو ته درستون کړم په همدې وجه له خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکوم .

د داعش ترهګرې ډلې پاتې شونو د سوریې په یوه (۱) پوځي بس برید وکړ چې له کبله یې پینځه (۵) پوځيان مړه او شل (۲۰) نور ژوبل شول .

د سعودي عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان د اردن له خارجه وزیر «ایمن اصفدي » سره په ګډ خبري کانفرنس کښې وویل که چیرې ایران د سیمې د امنیت او د ثبات په هکله زمونږ اندیښنو ته اهمیت ورکوی نو د عربي هیوادونو په توګه زمونږ لاسونه د ایران د وروڼو په لور خلاص دي  .

د عراق په زرګونو  خلکو  د بغداد هوايي ډګر ته نږدې د شهید قاسم سلیماني او د شهید ابومهدي المهندس د ټرور د جنایت ځاې ته په ورتلو سره په هغو دستورو کښې چې په همدې مناسبت ترسره شوي وې ګډون وکړ .

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف (UNICEF) وویل په تیرو شپاړسو (۱۶) کلونو کښې په افغانستان کښې اتویشت زره پینځه سوه (۲۸۵۰۰) ماشومان د جنګ ، د قحطۍ ، لوږې او د ناروغیو له کبله وژل شوي دي چې دا په دنیا کښې د ماشومانو تر ټولو زیاته مړینه ګڼل کیږي .

د نړۍ ستر خبریال او سیاسي شند «عبدالباري عطوان» وویل د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک پخوانی قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني په ټولو عربانو باندې زیات احسان لري .

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړ د سعودي عربستان د ټرور ډلې څو غړي چې د ریاض د حکومت د مخالف خبریال «جمال خاشقچي» په  بې رحمانه وژلې کښې یې لاس درلود د عربستان د حکومت تر ملاتړ او مدیریت لاندې په یوې(۱) ښکلي امنیتي سیمه کښې په لویولویو ګرانبیه کورونو کښې وسیږي .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خلکو ته وویل تاسو چې هر څه لرئ په لیرې کرنسۍ یې بدل کړئ .

()

قدرمنو اوریدونکو اوس به د ځینو نړیوالو ورځپاڼو مهم خبرونه له تاسو سره شریک کړو .

د نړۍ ګڼو ورځپاڼو او مجلو د طالبانو په امر په دوکانونو کې د مانکنونو سر پرې کولو ته پام کړی دی.

مانکن هغه پلاستیکي نانځکې یا ګوډۍ دي چې په دوکانونو کې د جامو نندارې ته د وړاندې کولو لپاره کارول کېږي.

()

بریتانیايي ورځپاڼه انډیپنډنټ لیکي د طالبانو د حکومت امربالمعروف و نهي عن المنکر وزارت دا امر په هرات ولایت کې نافذ شوی دی.

د ورځپاڼې په وینا، کارپوهان په دې باور دي چې دې نوي محدودیت د سوداګرو او پلورونکو ستونزې لاپسې زیاتې کړي چې د طالبانو په اوسني رژیم کې له ننګونو سره مخامخ دي.

ورځپاڼې د پخوانۍ افغان قاضي «مرضیه بابکرخېل» له قوله لیکلي چې وايي  د طالبانو دا امر چې وايي، په دوکانونو کې دې له پلاستیکي ناوکیو یا مانکنونو سرونه پرې شي، یوه (1)ظالمانه او ماشومانه پرېکړه ده.

اغلې بابکرخېل چې اوس په لندن کې اوسي ورځپاڼې ته ویلي که طالبان یوه پلاستیکي ګوډۍ نه شي منلی، په افغانستان کې به یوه ښځه څنګه ومني؟

انډیپنډنټ ورځپاڼې لیکلي چې د طالبانو حکومت دا اقدام ځکه کړی چې ګواکې د شریعت له نظره په دوکانونو کې ګوډۍ جواز نه لري.

په هرات کې د امر بالمعروف و نهي عن المنکر د دفتر مشر« شیخ عزیزالرحمان » وویل چې د جامو په پلورنځیو کې پلاستیکي نانځکې یا مانکنونه د بتانو په څېر دي او دې ادارې ته د منلو وړ نه دي.

خو د اسلامي علومو څېړونکی محمد محق وايي، دا تعبیر چې طالبانو په دې برخه کې کړی غیر علمي، له شرعي ضوابطو لېرې او جاهلانه دی.

د ښاغلي محق په وینا بت هغه څه دی چې مقدس وګڼل شي، خلکو ته روحي او معنوي مانا ولري او انسان یې عبادت وکړي.

()

امریکايي ورځپاڼې باسټن ګلوب په افغانستان کې بشري ناورین ته پام کړی او په دې سرلیک یې یوه مقاله خپره کړې ده، سوړ باد، تود لمر او د افغانستان وږي خلک.

په مقاله کې راغلي د ژمي سختي پیل شوې او افغانستان له لوږې سره مخامخ دی.

په دوام کې راغلي، نړیوالې مرستې چې د افغانستان د له منځه تللي جمهوري نظام پر مهال یې د دې هېواد شااوخوا ۸۰ سلنه بودجه جوړوله، اوس غوڅې  شوې او په افغانستان کې د بشري ناورین یو لوی لامل ګڼل کېږي.

باسټن ګلوب ورځپاڼه زیاتوي د  امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت او ملګرو ملتونو له بندیزونو د سرغړونې په اړه له اندېښنې پرته د افغانانو لپاره د مرستندویه ادارو پرمخ دروازې پرانېستې دي، خو ورځپاڼه استدلال کوي چې دا اقدامات کافي نه دي.

 

وروسته په مقاله کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې مشر« ډیوېډ ملېبنډ& له قوله ویل شوي چې ویلي یې دي ، د افغانستان اقتصاد له ګډوډۍ سره مخامخ دی او یوازې بشري مرستې نه شي کولی اوسنی وضعیت سم کړي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ګرانو لوستونکو  ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله نور تاسو اجازه غواړو خوښ او خوشحاله وسئ