په کابل کې د ایران سفیر:
په افغانستان کې یوازې ټول ګډونه حکومت په رسیمت پېژنو
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر اعلان وکړ چي د طالبانو اوسنی حکومت ټول ګډونه نه دی او ایران به یوازې ټول ګډونه او ملي حکومت په رسمیت وپېژني.
د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «بهادر امینیان» «طلوع نیوز» سره په مرکه کې، وویل: د افغانستان نوی حکومت ټول ګډونه نه دی او تهران نه شي کولای دغه حکومت په دې ډول په رسمیت وپېژني.
امینیان تاکېد وکړ: که کابل د حکومت په جوړښت کې بدلون راولي، تهران کولایشي نور هیوادونه هم د افغانستان د حکومت په رسمیت پېژندلو ته وهڅوي.
په افغانستان کې د ایران سفیر، وویل: که یوه ډله د واک په سر راشي او له یو قوم څخه وي او ټول قومیتونه په حکومت کې شریک نه وي، دا موږ ته د منلو نه دی، په دې خاطر د خیر ښېګڼې له مخي د طالبانو چارواکو ته وایو چي یوه ټول ګډونه حکومت جوړ کړي.
هغه زیاته کړه چي که د افغانستان نوی حکومت د ایران له لوري په رسمیت وپېژندل شي نو، روسیې، چین، مرکزي اسیا او ځینې عربي هیوادونه به هم د افغانستان حکومت په رسمیت پېژني.
بهادر امینیان خبرداری ورکړ چي په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو دوام به د ترهګرو ډلو په تېره بیا د داعش د ډلي د فعالیتونو د زیاتېدو سبب وګرځي.
هغه په دې هکله زیاته کړه: که اقتصادي ستونزې دوام وموندي، پایله به یې ډله ایزي کډولۍ او د افراطي ډلو او د داعش د فعالیتونو د زیاتېدو سبب وګرځي چي نه یوازې به د افغانستان خلګ بلکې ټوله سیمه به له ګواښ سره مخ کړي.