د بدخشان ښځو بیاهم په طالبانو اعتراض وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110688-د_بدخشان_ښځو_بیاهم_په_طالبانو_اعتراض_وکړ
یوه ډله افغان میرمنو پرون په کشم ولسوالۍ کښې د اعتراض په توګه په راغونډیدو سره، د طالبانو له حکومته یولړ غوښتنې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 07, 2022 04:13 Asia/Kabul
  • د بدخشان ښځو بیاهم په طالبانو اعتراض وکړ

یوه ډله افغان میرمنو پرون په کشم ولسوالۍ کښې د اعتراض په توګه په راغونډیدو سره، د طالبانو له حکومته یولړ غوښتنې وکړې.

د افغانستان په بدخشان ولایت کښې یوه ډله میرمنو د طالبانو له خوا د ښځو خلاف په محدودیتونو او د هیواد په موجوده حالت باندې په اعتراض کښې، اعتراضي غونډه وکړه

یوه ډله افغان میرمنو پرون په کشم ولسوالۍ کښې د اعتراض په توګه په راغونډیدو سره، د طالبانو له حکومته یولړ غوښتنې وکړې.

یوې معترضې ښځې وویل: په اوسني حکومت او روانو حالاتو کښې ښځې څنګته کړې شوې دي او د زده کړې حق نه لري. د ښوونځیو او پوهنتونونو ورونه د جینکو او ښځو پرمخ تړل شوي دي او هغوي کار هم نه شي کولې.

دوه ورځې مخکښې په بغلان ولایت کښې هم د افغانستاني میرمنو له خوا ورته تجمع شوې وه.