د کابل له خلکو سره د ایران انساندوستانه مرستې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110732-د_کابل_له_خلکو_سره_د_ایران_انساندوستانه_مرستې
د ایران اسلامي جمهوریت له تیرو څه باندې څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او په هر ډول سختو حالاتو کښې یې د هغوي مرسته او ملاتړ کړی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2022 10:02 Asia/Kabul
  • د کابل له خلکو سره د ایران انساندوستانه مرستې

د ایران اسلامي جمهوریت له تیرو څه باندې څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او په هر ډول سختو حالاتو کښې یې د هغوي مرسته او ملاتړ کړی دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د انساني مرستو څوارلسمه جوپه د افغانستان پلازمینې کابل په اړمنو خلکو وویشله شوه. په دغو مرستندویه پیکیجونو کښې یوه د اوړو بوجۍ، یوه د وریجو کڅوړه او غوړي شامل وو چې له زرو زیاتو کورنیو ته ورکړې شول. له افغانستان سره د ایران په تیرو مرستو کښې هم پر خوراکي موادو سربیره، جامه، درمل او طبي تجهیزات شامل وو.

د ایران اسلامي جمهوریت له تیرو څه باندې څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او په هر ډول سختو حالاتو کښې یې د هغوي مرسته او ملاتړ کړی دی.

په افغانستان کښې د دغه هیواد له خلکو سره د ډول ډول مرستو نه علاوه د ایران اسلامي جمهوریت د څه باندې درې میلیونه افغان کډوالو کوربه دی او د خپلو خلکو ترڅنګ هغوي ته هم مختلفې اسانتیاوې او خدمات ورکوي چې دغو مرستو ایران د افغانستان په یو ډیر ښه ګاونډي بدل کړی دی.

نن سبا هم چې امریکې د افغانستان د خلکو د شتمنیو په کنګل کولو سره په هغوي بندیزونه لګولي دي، ایران بیا هم د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی  چې له دې سختې مرحلې په اسانۍ سره تیر شي.

د سیاسي مسائلو افغان کارپوه محمد احساني په دې هکله وايي: د ساړه د موسم په پیلیدو سره، کومو هیوادونو چې د افغانستان له خلکو سره د مرستو ژمنه کړې وه، په خپلو وعدو یې عمل ونه کړ او په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کښې استوګنې ډیرې کورنۍ لاهم له ستونزو سره مخامخ دي.

د ایران اسلامي جمهوریت ډیرو اقتصادي وړتیاؤ او انرجۍ ته پام سره، تل د سیمې د اړتیاؤ پوره کولو او د صلحې او امنیت ټینګولو ته خپل چمتووالی ښودلی دی. خو د افغانستان د تیر ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت په پړاؤ کښې له امریکې سره د هغه د ښو اړیکو په وجه، غني له ایران څخه د تیلو او ګیس د اخیستو لپاره ډیر ملاحظات درلود. البته اوس طالبان چې ځان له پردیو څخه خپلواکه ګڼي، له ایرانه یې د تیلو او ګیس واردات پیل کړي دي. د طالبانو د حکومت د مرستیال مشر عبدالسلام حنفي د دفتر له اعلان سره سم، د دغې ډلې اقتصادي کمیشن له ایرانه د تیلو او ګیس د اخیستو موضوع څیړلې ده.

په ایران کښې د پټروکیمیکل برخې یو کارپوه حمید حسیني په دې هکله وايي: د ایران اسلامي جمهوریت د طالبانو په غوښتنه افغانستان ته د سونګو لیږل پیل کړل او د ناامنیو په ختمیدو سره دا اړیکې لا پراخیدې شي.

په هر حال یو مهم ظرفیت چې د دوو ښو ګاونډیانو په توګه د ایران او افغانستان په اړیکو کښې موجود دی، د سرحدي بازراچو فعالول دي چې نه یوازې د سیمې د اقتصادي ترقۍ او آبادۍ سبب کیږي بلکې په سرحدي سیمو کښې د کار روزګار د فرصتونو په رامینځته کیدو سره د ډول ډول قاچاق د مخنیوي لامل ګرځي. دې ته په پام سره چې تندلارې او ترهګرې ډلې هڅه کوي د ځواکونو د جذبولو لپاره د بیکارۍ له فرصته ګټه واخلي. د سرحدي بازارچو فعالول چې طالبان هم ورته اهمیت ورکوي، په سیمه کښې د صلحې او پایداره امنیت له ټینګښت سره مرسته کولې شي.

*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی