د کابل جلال اباد لویه لار دترافیکو پر مخ وتړل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110770-د_کابل_جلال_اباد_لویه_لار_دترافیکو_پر_مخ_وتړل_شوه
زمونږ خبریال وايي وروسته له سختو اورښتونو او له غره څخه د سترو ډبرو د رالویدو له امله د کابل جلال اباد لویه لار د وریښمین تنګي په سیمه کې د ترافیکو پر مخ وتړل شوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 09, 2022 09:08 Asia/Kabul
  • د  کابل جلال اباد لویه لار دترافیکو پر مخ وتړل شوه

زمونږ خبریال وايي وروسته له سختو اورښتونو او له غره څخه د سترو ډبرو د رالویدو له امله د کابل جلال اباد لویه لار د وریښمین تنګي په سیمه کې د ترافیکو پر مخ وتړل شوه .

عیني  شاهدان وایي چې اوسمهال یوازی پلي کسان د  اوږده واټن په وهلو سره په خورا سختۍ سره  له دغه لاری تګ راتګ  کولای شي . د  ننګرهار ولایت د زمکني ترانسپورت ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له خلکو غوښتې چې پر دغه لار له تګ راتګ څخه ډډه وکړي . یادې ادارې همدار راز ویلي چې دلارې د خلاصون ګړندۍ هڅۍ راوني دي خو دا یي نه دي ویلي چې کله به دا لاره دترافیکو پر مخ پرانستل شي.

له اقتصادي او سوداګریز پلوه دکابل جلال اباد لویه لار خورا مهمه او حیاتي لار ګڼل کیږي .

 هره ورځ پر دغه راز تر دیرشو زرو(30000) پورې باروړونکي او مسافر وړونکي موټر تګ راتګ کوي.