طالبان:
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی
Jan 10, 2022 04:11 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د مشر سیاسي مرستیال افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وباله
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې مولوي عبدالکبیر پرون د کابل او د افغانستان د ځینو نورو ولایتونو د یوه ډله عالمانو په کتنه کښې وویل چې دا هیواد زمونږ د ټولو ګډ کور دی او باید ټول په صلحه او ارامښت کښې ژوند وکړي.
د طالبانو د حکومت د مشر سیاسي مرستیال د اختلافاتو شتون یوه عادي چاره وبلله او ډاډ یې وکړ چې طالبان نه غواړي هیڅ کوم افغانستاني په خپل هیواد کښې د پردي والي احساس وکړي.
په دغه ملاقات کښې د افغانستان علماؤ هم د طالبانو د لنډمهاله حکومت ملاتړ وکړ.
ټیګونه