د فیروز کوه بریښنا سمه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110798-د_فیروز_کوه_بریښنا_سمه_شوه
د افغانستان د غور ولایت د مرکز فیروز کوه ولایت بریښنا پس له څلورو میاشتو وصل شوه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2022 04:18 Asia/Kabul
  • د فیروز کوه بریښنا سمه شوه

د افغانستان د غور ولایت د مرکز فیروز کوه ولایت بریښنا پس له څلورو میاشتو وصل شوه

د افغانستان د بریښنا د ملي شرکت عملیاتي مدیر احمد فیروز کوهي پرون وویل: د غور ولایت اوسیدونکي او حکومتي ادارې په شواروز کښې ۵ ساعته بریښنا لري.

د فیروز کوه ښار بریښنا د سونګو د کمي په وجه غوڅه شوې وه.

په دې لړ کښې یو بل خبر دار چې د افغانستان په ختیځ کښې د غزني ښار د بریښنا شبکه د دغه ښار د خلکو په لګښت پراختیا مومي.

د غزني ښار د بریښنا ادارې مسئولینو پرون وویل چې د پوره بودجې او امکاناتو د نشتوالي په وجه د دغه ښار په مختلفو سیمو کښې د بریښنا د شبکې پراختیا د خلکو په پیسو کیږي.

د افغانستان خلک تل د بریښنا له کمي او لوډشیډنګ سره مخامخ وي.

د ویلو ده چې د افغانستان د سونګو او بریښنا یوه برخه د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا تامینیږي.