طالبان وائي درست افغانان باید له عمومی بخښنې برخمن شي
د بشری حقوقو مدافعانو څو ورځې مخکې په یوه راپور کې وئيلي دي ، طالبانو واک ته له رسیدا ورسوته په غزني ، کندهار ، کندوز اوهلمند ولایتونو کې د تیر حکومت کابو سل امنیتي ماموران له نیولو وروسته پانسي کړي دي .
زمونږخبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان په د موقته حکومت ددفاع وزارت د سرپرست مرستیال محمد فاضل اخوند او د اطلاعاتو دادارې مرستیال رحمت ا.... نجیب بلخ ولایت ته په سفر کې ټينګار کړی ، چې درست ښاریز دې له عمومی بخښنې برخمن شي .
په راپور کې وئیل شوي دي ،دوي د افغانستان د شمالی ولایتونو له دینی عالمانو او سپين روبو سره په لیدوکاتو کې وئيلي دي ،هیڅوک د خلکو د کړؤلو او ورباندې د ظلم کولو حق نه لري او درسته باید له عمومي بخښنې ګټه پورته کړي .د طالبانو حکومت هڅه کوي ، د ولس مشکلات او ترینګلتیاوې ختمې کړي .
په عین حال کې د طالبانو د موقتی خارجه وزارت په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ،د دوي حکومت عمومی بخښنې فرمان ته ژمن دی او د پخواني حکومت کارمندان به هیڅکله هم ونه ځورول شي . داپه داسې حال کې دي چې د طالبانو د خارجه وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي وئيلي دي ،که د طالب حکومت کوم غړي دعمومی بخښنې له فرمانه ډډه وکړه ،ڼو سخت چلند به ورسره وشي او په وخت به ئې سزا کړي .
په عین حال کې د عبدالقهار بلخي دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي ، چې دبشری حقوقو مدافعانو څو ورځې مخکې په یوه راپور کې وئيلي دي ، طالبانو واک ته له رسیدا ورسوته په غزني ، کندهار ، کندوز اوهلمند ولایتونو کې د تیر حکومت کابو سل امنیتي ماموران له نیولو وروسته پانسي کړي دي .