په چين کښې د افغانستان سفير استعفاء ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110860-په_چين_کښې_د_افغانستان_سفير_استعفاء_ورکړه
په چين کښې د افغانستان د مخکيني حکومت سفير له خپل پوسټ څخه استعفاء ورکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 11, 2022 08:14 Asia/Kabul
  • په چين کښې د افغانستان سفير استعفاء ورکړه

په چين کښې د افغانستان د مخکيني حکومت سفير له خپل پوسټ څخه استعفاء ورکړه.

د آناتولي خبري آژانس د رپوټ له مخې په چين کښې د افغانستان د مخکيني حکومت سفير جاويد احمد قائم د يو ټوئيټ په خپرولو سره د خپلې استعفاء وجه ذاتي اعلان کړه او وې ويل، د افغانستان د سفارتخانې کنجي به د قطر سفارتخانې ته وسپاري.

د هغه په پېغام کښې راغلي دي چې د طالبانو د دورې له شروع کېدو وروسته د افغانستان سفارتکارو د کار دوام نه غوښتۀ او اکثرو له رخصتۍ وروسته له چين څخه لاړل.

د جاويد احمد قائم د وېنا له مخې د دغې سفارتخانې کارکؤنکو له تېرو شپږو مياشتو راهسې تنخواګانې نه ترلاسه کړې.