د طالبانو کابینې د نوي مالي کال بودیجه تصویب کړه
Jan 12, 2022 04:06 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د طالبانو موقته حکومت پرون د رئیس الورزا ملا حسن اخوند په مشرۍ د کابینې د غونډې ترسره کېدو خبر ورکړ
کلید خبري سایټ لیکلي چې له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي: په ترسره شوې ناسته کې د نوي مالي کال یودیجه تصویب شوه او د کابینې د پرېکړې پر اساس د هجري شمسې کال له مرغومي میاشت څخه د بودیجې پیلېدل لغوه او د لومړۍ میاشتې (وری) له لومړۍ نېټې څخه د نوي مالي کال پیلېدل یې تصویب کړل.
په ترسره شوې ناسته کې پرېکړه وشوه چې هېواد ته د بې کیفیته تېلو، ګیس، او نورو غیري معیاري توکو واردول په جدي توګه ممنوع دي.
د کابینې په پرونۍ غونډه کې یو شمېر نورې پرېکړې هم شوې دي.
ټیګونه