له ایران سره د افغانستان په ګډه پوله ازاد صنعتي بازار جوړېږي
د افغانستان او ایران پر ګډه پوله به ازاد صنعتي بازار جوړیږي او په کښې به ایراني او افغاني سوداګر پانګونه وکړي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نور الدین عزیزي وایي، ایران هېواد ته یې سفر له لاسته راوړنو ډک و او زیاتوي چې هلته یې د ایران د سوداګرۍ او زراعت له چارواکو سره پر بېلابېلو برخو کې هوکړې وشوې.
د ده په خبره له ایران سره پر ګډه پوله به ازاد صنعتي بازار جوړیږي او په کښې به ایراني او افغاني سوداګر پانګونه وکړي.
عزیزي همدارنګه وویل، له دې وروسته به هڅه وشي چې افغانستان ډېر تولیدات ولري او په دې برخه کې یې له پانګوالو وغوښتل چې پانګونه وکړي.
دی زیاتوي له دې سره ګڼ شمېر افغانانو ته هم د کار زمینه برابره شي او په هېواد کې به د بې کارۍ کچه ورسره یو څه کمه شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې ګڼ شمېر کسان د بې کارۍ له کبله له هېواده د وتلو هڅه کوي