طالبان د ګیس پایپ لاین د امنیت تامینولو ته ژمن دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110898-طالبان_د_ګیس_پایپ_لاین_د_امنیت_تامینولو_ته_ژمن_دي
په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د تاپي د ګیس د نل لیکې د امنیت په تامینولو ژمنتیا اعلان کړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2022 04:18 Asia/Kabul
  • طالبان د ګیس پایپ لاین د امنیت تامینولو ته ژمن دي

په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د تاپي د ګیس د نل لیکې د امنیت په تامینولو ژمنتیا اعلان کړه

د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو د وزارت ویاند سعید خوستي وویل چې دغه ډله به د افغانستان په خاوره کښې د تاپي د ګیس پایپ لاین د ساتنې لپاره ۳۰ زره کسان وکاروي.

د تاپي TAPI په نامه د ګیس نل لیکه له ترکمنستانه شروع کیږي او له افغانستان او بیا پاکستان څخه له تیریدو وروسته هندوستان ته رسیږي.

خوستي ټینګار وکړ چې د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او هم داشان د اطلاعاتو ادارې، د تاپي د ګیس پایپ لاین د امنیت د تامینولو په لړ کښې ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د معدنونو او تیلو سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور د امنیت له تامینولو څخه اندیښنه د تاپي د ګیس پایپ لاین د جوړولو د ځنډیدو اصلي وجه بللې ده.