پوځي ارګانونه د قضايي فعالیت حق نلري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110924-پوځي_ارګانونه_د_قضايي_فعالیت_حق_نلري
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په دایکندي ولایت کښې د طالبانو چارواکو په دغه ولایت کښې د قضايي محکمو د فعالیت د پیلیدا په تائیدولو سره پوځي ارګانونه د قضايي حکمونو له خپرولو منع کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2022 10:25 Asia/Kabul
  • پوځي ارګانونه د قضايي فعالیت حق نلري

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په دایکندي ولایت کښې د طالبانو چارواکو په دغه ولایت کښې د قضايي محکمو د فعالیت د پیلیدا په تائیدولو سره پوځي ارګانونه د قضايي حکمونو له خپرولو منع کړل .

د دایکندي ولایت د استنیاف محکمې نوي مشر عبدالکریم محمدي نن وویل د دایکندي ولایت په ولسوالیو او مرکز کښې د قضايي محکمو فعالیتونه او په حقوقي ، مدني او جزايي پیښو باندې د غور کولو بهیر پیل شوی او خلک کولای شي د خپلو شخړو د تعقیبولو لپاره دغو مرکزونو ته ورشي .

محمدي د قضايي ارګانونو په چارو کښې د ټولو حکومتي ارګانونو په نه لاسوهنې باندې ټینګار سره وویل د طالبانو مشر عمومي بښنه اعلان کړي ده او هیڅ پوځي ارګان او چارواکی حق نلري له خلکو په بیلابیلو پلمو سره پلټنه وشي  او سپکاوی یې وشي .

دا په داسې حال کښې دي چې د دایکندي خلک د معلومو قضايي او د عدلي ادارو په نشتون شکایت لري او ادعا کوي چې د طالبانو په نظام کښې هم هره اداره په جلا جلا ډول د قضايي پیښو په هکله حکمونه صادروي .

د دایکندي ښاریزو وویل په دوې کښې په ډیرو حکمونو او مراجعو کښې حقدار ته خپل حق نه رسیږي .