پوځي ارګانونه د قضايي فعالیت حق نلري
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په دایکندي ولایت کښې د طالبانو چارواکو په دغه ولایت کښې د قضايي محکمو د فعالیت د پیلیدا په تائیدولو سره پوځي ارګانونه د قضايي حکمونو له خپرولو منع کړل .
د دایکندي ولایت د استنیاف محکمې نوي مشر عبدالکریم محمدي نن وویل د دایکندي ولایت په ولسوالیو او مرکز کښې د قضايي محکمو فعالیتونه او په حقوقي ، مدني او جزايي پیښو باندې د غور کولو بهیر پیل شوی او خلک کولای شي د خپلو شخړو د تعقیبولو لپاره دغو مرکزونو ته ورشي .
محمدي د قضايي ارګانونو په چارو کښې د ټولو حکومتي ارګانونو په نه لاسوهنې باندې ټینګار سره وویل د طالبانو مشر عمومي بښنه اعلان کړي ده او هیڅ پوځي ارګان او چارواکی حق نلري له خلکو په بیلابیلو پلمو سره پلټنه وشي او سپکاوی یې وشي .
دا په داسې حال کښې دي چې د دایکندي خلک د معلومو قضايي او د عدلي ادارو په نشتون شکایت لري او ادعا کوي چې د طالبانو په نظام کښې هم هره اداره په جلا جلا ډول د قضايي پیښو په هکله حکمونه صادروي .
د دایکندي ښاریزو وویل په دوې کښې په ډیرو حکمونو او مراجعو کښې حقدار ته خپل حق نه رسیږي .