د طالبانو خارجه وزارت د ډیورینډ کرښې په هکله فیصله نشي کولای
اوا خبري اژانس وايي د طالبانو یوه (۱) چارواکي احمد خان شکیب د ډیورینډ کرښې په هکله فیصله کول د دغه ډلې د حکومت او د خارجه وزیر له صلاحیت څخه بهر وبلل .
د پاکستان لپاره د طالبانو استازي احمد خان شکیب وویل د طالبانو حکومت یا خارجه وزارت نشي کولای په یوازې ځان د ډیورینډ سرحدي کرښې په هکله فیصله وکړي .
د طالبانو د دغه چارواکي دغه څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کیږي چې په تیرو څو ورځو اونیو کښې د ډیورینډ کرښې په اوږدو کښې د پاکستان د سرحد ساتونکو او د طالبانو د امنیتي ځواکونو ترمینځ سرحدي تاوتریخوالي زیات شوي دي .
په هغو ویډیوګانو کښې چې څو ورځې مخکې په اینټرنیټ باندې خپرې شوې د طالبانو یوشمیر ځواکونه د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کښې د ډیورینډ کرښې په اوږدو کښې د ازغن تار د ستنو په ماتولو بوخت وو .
پاکستان له دوه زره اولسم (۲۰۱۷) میلادي کال راهسې په ډیورینډ کرښې کښې د ازغن تار لګول پیل کړي دي او که څه هم د افغانستان پخواني حکومت او د طالبانو موقته حکومت له دغه کار سره مخالفت کړی دی خو د دغه تار لګول هماغه راز دوام لري .