د طالبانو خارجه وزارت د ډیورینډ کرښې په هکله فیصله نشي کولای
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110938-د_طالبانو_خارجه_وزارت_د_ډیورینډ_کرښې_په_هکله_فیصله_نشي_کولای
اوا خبري اژانس وايي د طالبانو یوه (۱) چارواکي احمد خان شکیب د ډیورینډ کرښې په هکله فیصله کول د دغه ډلې د حکومت او د خارجه وزیر له صلاحیت څخه بهر وبلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2022 12:31 Asia/Kabul
  • د طالبانو خارجه وزارت د ډیورینډ کرښې په هکله فیصله نشي کولای

اوا خبري اژانس وايي د طالبانو یوه (۱) چارواکي احمد خان شکیب د ډیورینډ کرښې په هکله فیصله کول د دغه ډلې د حکومت او د خارجه وزیر له صلاحیت څخه بهر وبلل .

د پاکستان لپاره د طالبانو استازي احمد خان شکیب وویل د طالبانو  حکومت یا خارجه وزارت نشي کولای په یوازې ځان د ډیورینډ سرحدي کرښې په هکله فیصله وکړي .

د طالبانو د دغه چارواکي دغه څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کیږي چې په تیرو څو ورځو اونیو کښې د ډیورینډ کرښې په اوږدو کښې د پاکستان د سرحد ساتونکو او د طالبانو د امنیتي ځواکونو ترمینځ سرحدي تاوتریخوالي زیات شوي دي .

په هغو ویډیوګانو کښې چې څو ورځې مخکې په اینټرنیټ باندې خپرې شوې د طالبانو یوشمیر ځواکونه د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کښې د ډیورینډ کرښې په اوږدو کښې د ازغن تار د ستنو په ماتولو بوخت وو .

پاکستان له دوه زره اولسم (۲۰۱۷) میلادي کال راهسې په ډیورینډ کرښې کښې د ازغن تار لګول پیل کړي دي او که څه هم د افغانستان پخواني حکومت او د طالبانو موقته حکومت له دغه کار سره مخالفت کړی دی خو د دغه تار لګول هماغه راز دوام لري .