په افغانستان کې د بانکونو اوتومات ماشینونه (اې ټي ام) بیرته فعالېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111006-په_افغانستان_کې_د_بانکونو_اوتومات_ماشینونه_(اې_ټي_ام)_بیرته_فعالېږي
د افغانستان بانک خبر ورکوي چې له نن ورځي به د بانکونو خپل سري یا د پیسو ورکړې اتومات ماشینونه بیرته فعال شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 15, 2022 02:54 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د بانکونو اوتومات ماشینونه (اې ټي ام) بیرته فعالېږي

د افغانستان بانک خبر ورکوي چې له نن ورځي به د بانکونو خپل سري یا د پیسو ورکړې اتومات ماشینونه بیرته فعال شي.

د دغه بانک ویاند صابر مومند د پنجشنبې په ورځ ویلي چې یاده پرېکړه د بانکونو له ټولنو سره تر ډېرو غونډو وروسته شوې او یو متحدالمالي جوړ شوی چې پر اساس یې اتومات ماشینونه بیرته فعالېږي.

هغه زیاتوي، افغانستان بانک تل هڅه کړې چې د عصري بانکي استانتیاوو په برابرېدو کې خپل فعالیتونه لا ګړندي کړي، څو په دې سره هېوادوالو ته د پیسو په اخیستلو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې تر سیاسي بدلون وروسته د دې هېواد بانکي سیسټم له ستونزو سره مخ شوی و.

د پیسو ورکړې اتومات ماشینونه هم له همغه وخته بند شوي وو