له نیدرلنډ سره د لوبې لپاره د افغان لوبډلې نوملړ اعلان شو
حشمت الله شهیدي د افغانستان د لوبډلې مشري پر غاړه لري
د افغانستان کرکټ بورډ له نیدرلنډ لوبډلې سره د دریو یو ورځنیو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.
د کلید ګروپ ویب سایټ لیکلي دي: رحمان الله ګربز، عثمان غني، رحمت شاه، نجیب ځدران، راشد خان، ګلبدین نایب، مجیب ځدران، اکرام علي خېل، فرید ملک، قیس احمد، شرف الدین اشرف،ریاض حسن، شاهدالله کمال، عظمت الله عمرزی، فضل حق فاروقي او محمد سلام صافی هغه لوبغاړي دي چې د افغانستان لپاره به لوبه کوي.
افغانستان د همدې روانې جنوري میاشتې پر ۲۱مه نېټه له نیدرلنډ لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې لري چې دا لوبې په قطر هېواد کې ترسره کېږي.
یادې لوبې د کرکټ د نړیوالې شورا د سوپر لیګ برخه ده چې د ۲۰۲۳ نړیوال جام د غوراوي لپاره کېږي.
افغانستان د نړیوال جام د سوپر لیګ لپاره خپلې لومړنۍ لوبې تېر کال د آیرلنډ د لوبډلې سره کړې وې چې درې واړه یې یې ګټلې وې.